ښرنه (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤): د پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو شاوخوا دوو زرو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه و وېشل شول.
د يادو تخمونو د وېش پر مهال د پکتيکا والي امين الله شارق پژواک خبري اژنس ته وويل چې د دغه ولايت په شاوخوا دوو زرو کروندګرو ١١٠ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه و وېشل شول.
ده وويل چې د دغه ولايت ډېرى اوسېدونکي په کرنه بوخت دي نو بايد کرنيزې اسانتياوې ورته برابرې شي.
هغه وويل چې د يادو تخمونو په کرلو سره به د دغه ولايت د غنمو د حاصلاتو کچه څو برابره لوړه شي.
د يادو کروندګرو له ډلې څخه عمر خان پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوښ يو چې نن موږ ته اصلاح شوي تخمونه راکړل شول.))
خو ده وويل چې اصلاح شوي تخمونه بايد کروندګرو ته څو مياشتې وړاندې ورکړل شوي واى.
د هغه د معلوماتو له مخې، د وږي مياشتې په وروستيو او د تلې مياشتې په پيل کې په دغه ولايت غنم کرل کېږي او اوس ډېر ناوخته دی.
يو شمېر نورو کروند ګرو هم ورته نظرونه درلودل.
دغه راز د پکتيکا ولايت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رييس صحبت خان خروټي پژواک ته وويل چې د مرکز ښرنې په ګډون د اتو ولسواليو شاوخوا دوو زرتو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه و وېشل شول.
ده وويل چې ياد اصلاح شوي تخمونه د ٣٨٠٠ جريبه ځمکې لپاره کفايت کوي او ښه حاصلات هم ترې لاس ته راځي.
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دا اصلاح شوي تخمونه کروند ګرو ته د پسرلي موسم لپاره ورکول شوي دي دوى کولاى شي په هغه وخت کې يې وکري.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په پکتيکا ولايت کې په پسرلي او مني موسمونو کې غنم کرل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن