پل علم (پژواک، ۵ سلواغه ۹۴): د لوګر سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې دوه طالبان وژل شوي او دری نور له وسلو سره نيول شوي دي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې په بره کي برک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل کړي وو چې نن پای ته ورسېدل.
صالح وایې: ((زموږ ځواکونو د بره کې برک ولسوالۍ په چلتن او شاه مزار سیمو کې دوه وسله وال طالبان وژلي او دری نور یې ژوندي نيولي دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، له نیول شوو وسله والو دوه میله کلاشينکوفونه، دری موټرسایکل، دوه تومانچې، دوه لاسي مخابرې او یوه اندازه چاودېدونکي توکي چې د ماینونو په جوړولو کی ورڅخه کار اخيستل کېده ترلاسه شوي دي.
دغه راز هغه وويل چې په تېرو څو ورځو کې د لوګر په يو شمېر نورو سيمو کې هم پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٦ نور ژوندې نيول شوي دي.
د هغه په وينا، له يادو نيول شوو څخه وسلې او چاودېدونکي توکي هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
د بره کي برک ولسوالۍ د شاه مزار سيمې اوسېدونکي عبدالاحد هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله وال طالبانو هم په بره کي برک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې ګڼو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن