لومړى تعقيب- چاريکار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د سپرليو ٤٠٤ موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.
د سالنګ امنيه قوماندان سمونوال محمدضيا هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه موټر له شمال نه کابل ته روان و چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د جنوبي سالنګ په "پل خاکي" سيمه کې چپه شو.
هغه وويل چې په دې پېښه کې يوه ماشوم او يوه ښځه مړه شوي او د پېښې ٢٧ ټپيان د سالنګ د "ګهواره سنګ" سيمې کلينيک ته لېږدول شوي دي.
ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او په پام کې ده چې د درملنې لپاره د پروان د مرکز چاريکارو ولايتي روغتون ته ولېږدول شي.
هغه وايي چې د پوليسو د ژغورنې ډلې د ټپيانو په لېږد کې مرسته کړې او د موټر پاتې ٣٠ سپرلي چې زيان يې نه دى ليدلى هم د پېښې له ځايه لېږدولي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال رجب وايي چې په سالنګ کې سخت توپان دى او کېداى شي همدا توپان د دې ترافيکي پېښې لامل شوى وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن