پل علم (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): د لوګر والي وايي چې مذهبي او ژبني ټيکه دارانو او د ځمکو غاصبينو هېواد ته د سولې د راتګ مخه ډپ کړې ده.
د لوګر والي محمدحليم فدايي دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې نن د سلواغې په ٢٤مه په مرکز پل علم کې د سولې د پټکي تر نامه لاندې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د سلګونه قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو تر څنګ د سرحدونو او قومونو چارو وزير محمد ګلاب منګل هم ګډون کړى و.
په دې غونډه کې د لوګر والي محمدحليم فدايي وويل چې يو شمېر مغرضو کسانو په افغانستان کې د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.
هغه وويل: ((دغو کسانو زموږ د پټکي خلک بدنام کړي دي، زموږ هر وګړى سوله غواړي او سوله يواځې همدغه د پټکي خلک کولاى شي راولي.))
خو فدايي وايي چې مذهبي او ژبني ټيکه دارانو او د ځمکې غاصبينو هېواد ته د سولې د راتګ مخه ډپ کړې ده.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
دغه راز د سرحدونو او قومونو چارو وزير محمد ګلاب منګل وويل چې په هېواد کې يواځې د خبرو اترو له لارې سوله راتلاى شي.
ده زیاته کړه: ((په جنګ، جګړو او ټوپک، توپ، طيارې موږ نه شي کولاى سوله راوړو، يواځې د خبرو له لارې سوله راتلاى شي.))
د منګل په وينا چې په هېواد کې د سولې راوستو په موخه په کار ده چې لومړى د ښکېلو لورو تر منځ د باور فضا رامنځته شي.
ده وويل چې قومي مشران، ديني عالمان او عام خلک کولاى شي د سولې په راوستو کې له حکومت سره پوره همکاري وکړي.
هغه زياته کړه چې د سولې په راوستو کې خلک او حکومت يو شان مسووليت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن