ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې دوه پوليس او نهه طالبان وژل شوي

14 Feb 2016 - 14:47
14 Feb 2016 - 14:47

غزني ښار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۴): د غزني په دوو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې شوې چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده يک ولسوال کريم الله اميري د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د دې ولسوالۍ په تاسن سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي: ((نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې سیمه يیزو او ملي پولیسو ګزمه کوله چې په دې وخت کې وسله والو طالبانو ورباندې برید وکړ.))

ده وويل چې په دې نښته کې يو ملي پوليس او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل ملي پوليس ټپي دى.

ولسوال په دې نښته کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

د تاسن سيمې اوسېدونکي عبدالهادي هم پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ شل دقيقې نښته وشوه.

هغه وايي چې په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي خو بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د بل خبر له مخې، د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د وليد په نوم پيل شوي عمليات پاى ته ورسېدل.

په غزني کې د ۲۰۳  تندر قول اردو د درېیمې لوا ویاند بریدمل نور پژواک ته وويل چې دغه عمليات ٤ ورځې وړاندې پيل شوي وو او نن پاى ته ورسېدل.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version