ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان مستوفيت د سرو زرو او لاجوردو له کانونو هيڅ عوايد نه لري

16 Feb 2016 - 16:26
16 Feb 2016 - 16:26

فيض اباد (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): د بدخشان د مستوفيت عوايد سږ کال زيات شوي، خو يادې ادارې د نا امنۍ له امله له ګمرکونو، لاجوردو او د سرو زرو له کانونو هيڅ عايد نه دي ترلاسه کړي.

 د بدخشان مستوفي عبدالملک محب زاده وويل، چې سږ کال په يو شمېر ولسواليو کې له امنيتي ستونزو سره سره بيا هم په دې توانېدلي، چې شاوخوا ٣٠٧ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

 هغه زياته کړه، چې سږکال د ماليې وزارت له لوري د بدخشان ولايت مستوفيت لپاره شاوخوا ٣٠١ ميليون افغانۍ عوايد ټاکل شوي و، خو دوى له دغه پلان څخه شپږ ميليون افغانۍ زيات عوايد ترلاسه کړي دي.

محب زاده زياته کړه، چې دغه عوايد له سوداګرو، هټۍ والو، د خلکو له ملکيتونو چې دولت او غيردولتي موسسو ته يې په کرايي ورکړي، د بدخشان مرکز فيض اباد ښار او يو شمېر ولسواليو ترلاسه شوي دي.

د بدخشان مستوفي وويل: "موږ له امنيتي ننګونو سره سره او هغه ستونزې چې د عوايدو د راټولو په برخه کې وې، ډېر عوايد مو ترلاسه کړي، پر دې سربېره د عوايدو د راټولولو په برخه کې د دولتي ادارو همکاري نه کول د دې لامل کېږي، څو موږ په سمه توګه خپل عوايد ترلاسه نه کړو."

هغه زياته کړه، چې د مستوفيت د سږ کال په عوايدو کې د تېر کال په پرتله يوازې يو سلنه کموالى راغلى دى.

خو د فيض اباد د زاړه ښار يو هټۍ وال فيض الرحمن وايي، په روان کال کې چې خلک له بې روزګارۍ ځوريږي او د پلور کچه ټيټه ده، مستوفيت له هغه څخه هر کال ١٥٠٠ افغانۍ ماليه اخلي.

نوموړي دغه ماليه غيرمنصفانه وبلله او پژواک خبري اژانس ته يې وويل: "په داسې حال کې چې د ورځې سل افغانۍ عوايد نه لرو، ښاروالۍ، چوکيدار او د برېښنا رياست ته هم پيسې ورکوو او د دوکانه کرايه چې د مياشتې له شپږو تر اوو زرو افغانيو  پورې ده، پر موږ باندې تاوان ده."

ياد هټۍ وال له دولت څخه وغوښتل چې د ماليې په راټيټولو کې ګام پورته کړي، خو د بدخشان مستوفي بيا وويل چې ماليه په هټۍ کې شته مالونو او توکو ته په پام سره د ماليې وزارت له لوري وضع کېږي او دوى په دغه برخه کې کوم واک نه لري.

د بدخشان مستوفي څرګنده کړه، چې د دغه ولايت د ګمرکونو غيرفعاله کېدل هم يو بل لامل دى چې د نا امنيو او د سوداګرو د کمې راکړې ورکړې له امله له ځوړند حالت سره مخ دي، چې له دې اړخه يې هيڅ عوايد نه دي ترلاسه کړي.

 نوموړي چې د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تالار کې خلکو او مدني ټولنې ته د دولتي بنسټونو د راپور ورکولو په پروګرام کې خبرې کولې، زياته کړه: "په نا امنه ولسواليو کې د سرو زرو او لاجوردو له کانونو هيڅ عوايد نه لرو، په داسې حال کې چې تېر کال مو له دغو کانونو څخه څلوېښت ميليون افغانۍ عايد درلودل."

دا په داسې حال کې ده، چې سيمه ييزو چارواکو د روان کال په تله مياشت کې پژواک ته ويلي و، چې د بدخشان د لاجوردو کان عوايد له يوه کال څخه په کمه موده کې يو نيم ميليارد افغانيو ته رسېدل او دغه ټول عوايد د دې پر ځاى چې د دولت خزانې ته لاړ شي، د وسله والو مخالفينو او سيمه ييزو قوماندانانو جيبونو ته لوېدلي، ځکه کان لرونکې  سيمې د دولت له ولکې بهرې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version