ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي چارواکي: په غورماچ کې طالبان پر دوو ډلو وېشل شوي

21 Feb 2016 - 14:51
21 Feb 2016 - 14:51

مينه (پژواک، ٢ کب ٩٤): د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې طالبان سره وېشل شوي دي. د جلا شوې ډلې قوماندان وايي چې له ملا رسول سره يې بيعت کړى، خو د ملا اختر منصور اړوند قوماندان دا ادعا ردوي.

د روان کال په اوړي کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر د مړينې له اعلان خپرېدو وروسته ملا اختر منصور د هغه د ځاى ناستي په توګه وټاکل شو، خو وروسته د خپل منځي اختلافاتو په سبب د ملارسول په مشرۍ يوې بلې ډلې هم خپل شون څرګند کړ.

د فارياب ولايتي شورا غړى سيد عبدالباقي هاشمي وايي، ترلاسه کړي راپورونه څرګندوي چې د غورماچ په کلا ولي سيمه کې د ملا عبدالسلام راکټي په مشرۍ يو شمېر طالبانو له ملا رسول سره بعيت کړى دى.

د ولايتي شورا دغه غړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې جلا شوې ډله هڅه کوي چې د ملا اختر منصور پلوي طالبان له دوى سره له يو ځاى کېدو تر انکار وروسته له سيمې وباسي.

هغه په دې اړه زيات معلومات ورنه کړل، خو سيد هاشم هاشمي چې ځان په سيمه کې د ملارسول مطبوعاتي مسوول معرفي کوي، ادعا کوي چې ډېر ژر به د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ د ځينو سيمو اوسېدونکو او د غورماچ د بوکن سيمې د ملا منصور اړوند طالبان له ملا رسول نه خپل ملاتړ اعلان کړي.

هاشمي زياته کړه چې د دغه بهير ويډيو او تصوير په د رسنيو په واک کې ورکړي.

ملا عبدالسلام راکټي چې ځان په غورماچ کې د طالبانو قوماندان بولي، له پژواک سره يې په تيليفوني اړيکه کې وويل چې له ٦٠٠ طالبانو سره يې په فارياب او بادغيس کې له ملا رسول سره بيعت کړى دى.

راکټي زياته کړه، وروسته له هغه چې مقابل اړخ  بې وسلې کړي، نو له ملا رسول سره به خپل بعيت د يوې جرګې په جوړولو سره په رسمي ډول اعلان کړي.

هغه زياته کړه: ((ملا منصور د پاکستاني څارګرې ادارى اى اېس اى په امر کار کوي، دوى بهرني مزدوران دي او رښتيني مجاهدين د داعش په نوم وژني.))

د راکټي په خبره، د وروستيو څو ورځو په اوږدو کې زر کسه نور طالبان هم له فارياب او بادغيس نه له هغوى سره يو ځاى کېږي او د بيعت په مراسمو کې به ګډون وکړي.

خو ملا عبيدالله چې ځان په غورماچ ولسوالۍ کې د ملا اختر منصور ډلې مرستيال بولي، وويل چې چا له ملا رسول سره بعيت نه دى کړى.

هغه زياته کړه چې ملا راکټي يو عادي وګړى دى، اوسمهال په غورماچ کې په خپل کور کې مېشت دى چې له درېيو- څلور کسانو زيات نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version