کابل (پژواک، ٣ کب ٩٤): حکومت وايي چې ټاکل شوې ده د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د څلور اړخيزې غونډې څلورمه ناسته سبا په کابل کې ترسره شي چې په ترڅ کې به يې له وسله والو طالبانو او حقاني ډلې سره د خبرو اترو لار هواره شي.
درې مخکنۍ غونډې په کابل او اسلام اباد کې جوړې شوې وې چې د څلورو هېوادونو استازو د همغږۍ ډلې د درېيمې غونډې پاى کې د سلواغې ١٧مه د "افغانستان سولې لارې نقشه" تر نوم لاندې له وسله والو مخالفينو سره د سولې مذاکراتو بيا پيل کېدو په اړه خپلو کې سلا شول او اعلان يې وکړ چې تمه کېږي تر راتلونکو دريو اوونيو پورې د سولې مخامخ خبرو نېټه جوته شي.
د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل وايي چې ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د څلور اړخيزو خبرو اترو څلورمه غونډه سبا (سه شنبې) په کابل کې جوړه شي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ هيله لرو چې له دې ناستې څخه ښې پايلې ترلاسه کړو، د څرګند ميکانيزم له لارې د سولې خبرو اترو په لور روان شو او هيله کېږي چې په دې غونډه کې د حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې نيغو مذاکراتو نېټه او ځاى جوت شي."
د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند زياته کړه چې د دې څلور اړخيزې غونډې په پاى کې به له وسله والو مخالفينو سره د مخامخ خبرو اترو لومړى پړاو پيل شي.
فيصل زياته کړه چې حکومت په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو سره د سولې خبرو غوښتنه کوي او هڅه کېږي چې له وسله والو طالبانو سربېره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند او د حقاني شبکه هم د سولې خبرو اترو کې شريک شي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لومړۍ مخامخ خبرې اترې د روان کال چنګاښ مياشت کې پاکستان کې ترسره شوې؛ خو دا مذاکرات د ملا محمد عمر د مړينې راپور له خپرېدو وروسته وځنډېدې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د سولې عالي شورا په مشرتابه کې تغييرات رامنځ ته شوي دي چې پر اساس يې پير سيداحمدګيلاني د مشر او محمد کريم خليلي، عطا ءالله سليم، مولوي خبير، حاجي دين محمد، حبييه سرابي او مولوي خدام د دې شورا د مرستيالانو په توګه ګومارل شوي دي.
د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند وويل چې ټاکل شوې د سولې عالي شورا کې تازه ګومارنې د ولسمشر د يو فرمان له مخې اعلان شي، څو نوې مشرتابه عملي کار پيل کړي او دا بدلونونه د هغو اصلاحاتو او تغييراتو يوه برخه ده چې حکومتي مشران ځان ورته ژمن بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن