ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ٢،٥ ميليارده ډالره پوروړى دى

23 Feb 2016 - 16:16
23 Feb 2016 - 16:16

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٤): د ماليې وزارت وايي چې افغانستان په تېرو ١٤ کلونو کې له دوو نړيوالو بانکونو او ځينو هېوادونو نه ٢،٥ ميليارده ډالر پور اخيستى، خو هڅې روانې دي چې دا پورونه وبښل شي.

د ماليې وزارت د خزانو مشر محمداقا کوهستاني پژواک خبري ژانس ته وويل چې له دې پيسو نه ٩٧٠ ميليونه ډالر پور روسيې او پاتې نور يې نړيوال بانک، د اسيا پراختيايي بانک، ايران او چک افغانستان ته ورکړی دى.

د هغه په خبره، دا پور ټکټانه نه لري.

هغه څرګنده کړه چې ياد  ٢،٥ ميليارده ډالري پور چې ټاکل شوې په راتلونکو ٤٠ کلونو کې بېرته ورکړل شي، ٢،٣ ميليارده يې تر اوسه لګول شوي او پاتې نور يې د لګولو په حال کې دي.

سرچينې زياته کړه چې دا پيسې په بنسټيزو پروژو لکه سړک جوړولو، هوايي ډګرونو جوړولو او نورو برخو کې لګول شوې  دي.

نوموړي زياته کړه چې له روسي چارواکو سره د ماليې وزارت د چارواکو خبرې روانې دي، څو خپل ٩٧٠ ميليونه ډالر پور افغانستان ته وبښي.

د هغه په خبره، امکان لري چې روسيه به ډېر ژر خپل دا پور افغانستان ته وبښي.

نوموړي زياته کړه، ټاکل شوې چې له نورو پور ورکوونکو سره هم خبرې وشي، څو خپل پورونه را وبښي.

د ماليې وزارت د خزانو د مشر د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې افغانستان د پخواني شوروي اتحاد، نړيوال بانک، د اسيا پراختيايي بانک او ځينو نورو هېوادونو نه لس عشاريه شپږ (١٠،٦) ميليارده امريکايي ډالر پوروړى و چې ټول يې وبښل شول.

د هغه په خبره، اوس مهال افغانستان په سيمه کې يو له هغو هېوادونو دى چې ډېر کم پوروړى دى.

کوهستاني زياته کړه چې افغانستان اړتيا لري، څو د ځينو پروژو د پلي کولو لپاره پور واخلي او افغان حکومت په دې برخه کې د پيسو له وجهي صندوق (IMF) سره همدا اوس پر خبرو بوخت دى.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې په شپږو راتلونکو مياشتو کې به دا موضوع روښانه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version