ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: هلمند کې ۳۶۵زره جریبه ځمکه غصب شوې

24 Feb 2016 - 16:23
24 Feb 2016 - 16:23

لښکرګاه (پژواک، ٥ کب ۹۴): په تېرو ١٤کلونو په هلمند ولايت کې د کرنيزو فارمونو تر څنګ سلګونه زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د کب په ٥مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې په دغه ولايت کې د ٥٤٤٠ کسانو له لوري ٣٦٥ زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه وايي چې دغه ځمکې د زورواکانو، کروندګرو او دولتي چارواکو له خوا غصب شوې دي.

د والي د معلوماتو له مخې، په غصب شوو ځمکو کې کرنيز فارمونه، دښتې او ځنګلونه شامل دي.

ده وويل چې په لښکرګاه ښار کې د مارکېټ، دوکان او ښارګوټي په نومونو هم زورواکانو ١٥٠٠ جريبه ځمکه غصب کړې ده.

هغه زياته کړه چې د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه يې د يو منظم پلان له مخې کار پيل کړى دى.

ده وويل چې د روان کال په اوږدو کې يې نږدې شپږ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه کړې ده.

ده زياته کړه: ((له ټولو غاصبينو څخه په پوښتنه کوو او پلان مو دا دى چې يو شمېر غصب شوي ځمکې کروندګرو ته په اجاره ورکړو چې دا کار هم له غصب څخه د خلاصون يوه لاره ده.))

رحيمي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغه ولايت کې د ځمکو غصب د خلکو تر منځ ستونزې هم پيدا کړې دي.

دغه راز د هلمند د عدليې رياست مشر محمد اتل وويل چې په دغه ولايت کې ډېرې ځمکې د دولتي چارواکو له خوا غصب شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې نږدې ١٧ زره جريبه ځمکه له غاصبينو څخه بېرته را ګرځول شوې ده خو اوس هم ډېره ځمکه له غاصبينو سره ده.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې رييس بشیراحمد شاکر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو تر څنګ شخصي ځمکې هم غصب شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version