جلال اباد(پژواک،۹ کب۹۴):ملي دفاع وزارت په ختيځ کې د وسله والو د ځپلو لپاره د هند او امريکا د مرسته شوو جنګي الوتکو څلور هغه يې ۲۰۱ سېلاب قول اردو ته ورکړې، څو په دې سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد يې وکاروي .
دوه مياشتې مخکې هند درې "Mi 24 D"چورلکې او همدا شان د مرغومي مياشت کې د امريکا متحده ايالاتو د "A29" جنګي جيټ الوتکې افغانستان ته ورکړې.
په ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو په پوځي اډه "فاف فنټي" کې پرون د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد زمان وزيري پژواک اژانس ته وويل چې له دې جنګي الوتکو څلور هغه يې دوی ته ورکړل شوې.
هغه زياته کړه : ((دا دوه چورلکې او دوه جنګي جيټ به زموږ ځمکني عمليات پياوړي کړي او په ختيځ ولايتونو کې به د وسله والو په ځپلو کې مرسته وکړي.))
د سېلاب قول اردو سرتېرو پوځي ماموريت د کونړ، لغمان، نورستان، ننګرهار، پروان او کاپيسا په ګډون د کابل په سروبي ولسوالۍ کې دی.
د سېلاب قول اردو قوماندان وايي: ((په هره سيمه کې چې د وسله والو تحرکات وي، موږ به يې پر ضد له دې هوايي ځواک څخه کار اخلوو. ))
د کابل هوايي ډګر د هوايي ځواک قوماندان بريد جنرال سليمان شاه پژواک ته وويل، دا جنګي الوتکې د هدف په له منځه وړلو کې ګټورې ثابتې شوي او د سيمه ييزې جګړې لپاره ګټورې دي.
د سېلاب قول اردو د ماموريت له اړوندو سيمو څخه د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ هغه سيمې دي چې د وسله والو پر ضد په کې هوايي ځواک ډېر کارول کېږي.
د افغان ځواکونو تر څنګ د امريکايي سرتېرو بې پيلوټه الوتکې هم ډېر ځله په دغو سيمو کې د طالبانو او داعش وسله وال په نښه کوي.
د کابل هوايي ډګر د هوايي ځواک قوماندان وايي: ((ټاکل شوې امريکا ډېر ژر مو ته څو بې پيلوټه او نورې الوتکې هم راکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن