کابل ( پژواک، ١٠ کب ٩٤ ): د چين د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان په يوه رسمي سفر کابل ته راغلى دى.
د حکومت يوې سرچينې د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چين د پوځ مشر نن غرمه مهال کابل ته د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي توګه را رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه به ولسمشر اشرف غني او د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره جلا جلا وګوري.
يادې حکومتې سرچينې وويل چې په دې ليدنو کې د چين او افغانستان د اړيکو پر پياوړتيا او افغانستان سره د چين پر پوځي مرستو خبرې کېږي.
د يادونې ده چې څه موده مخکې د چين او افغانستان د دوستۍ د کاليزې په مراسمو کې ګډون په موخه د چين مرستيال ولسمشر هم کابل ته راغلى و.
په دې وروستيو کې افغانستان سره د چين اړيکې پياوړې شوې او چين د افغان سولې پروسې د څلور اړخيز ګروپ غړى هم دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن