ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې د ماين پاکۍ تښتول شوي موټر او چلوونکي خوشې شول

29 Feb 2016 - 18:47
29 Feb 2016 - 18:47

پل علم(پژواک،١٠کب٩٤):دلوګر چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د ماين پاکۍ موسسې ټول تښتول شوي موټر  او چلوونکو خوشې شول.

دوه ورځې وړاندې وسله والو د لوګر په مرکز پل علم کې د سټرلينک ماين پاکۍ موسسې ٧ موټر او چلوونکي له ځانه سره بيولي و.

افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ د يو لړ عملياتو په ترڅ کې پنځه موټر او درې چلوونکي له وسله والو څخه را خوشې کړي و خو ځينې ورسره پاتې و.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې پاتې موټر او کارکوونکي هم را خوشې کړل.

ده وويل: (( دغه موټر چلوونکي او موټر د اب چکان په سيمه کې په يو کور کې ساتل کيدل چې امنيتي ځواکونو پرې عمليات وکړل او ټول يې را خوشې کړل.))

د جاويد په نوم يو تن تښتول شوي موټر چلوونکي پژواک ته وويل : (( وسله والو له موږ سره بد چلند کاوه، وهل يې راکړل او  ډوډۍ يې هم نه راکوله.))

ده له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې دوى يې د وسله والو له منګلو څخه وژغورل.

تيره ورځ د لوګر والي محمد حليم فدايي ويلي چې دغه کسان وسله والو طالبانو تښتولي دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه کار طالبانو نه دى کړى.

هغه وويل: (( که دغه کار طالبانو کړي وي نو ژر به يې په اړه اقدام وشي.))

د يادونې ده چې په تېر يوه کال کې څلور ځله وسله والو له  مرکز پل علم او خوښۍ ولسوالۍ څخه د هلوټرست موسسې ماين پاکوونکي او موټر له ځانه سره بيولي و چې بيا د يو لړ عملياتو په ترڅ کې بېرته را خوشې شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version