ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: طالبان دې سوله يا جګړه انتخاب کړي

6 Mar 2016 - 19:02
6 Mar 2016 - 19:02

واشنګټن (پژواک، ۱۶ کب ۹۴): امريکا وسله والو طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي او که نه نو ځان دې د امريکايي او افغان ځواکونو مقابلې ته چمتو کړي.

امريکا دغه ګواښ وروسته له هغه وکړ، چې وسله والو طالبانو پرون د امريکا، افغانستان، پاکستان او چين په نوښت د سولې  د پيل شويو هڅو په پايله کې د مخامخ خبرو کې د نه ګډون اعلان وکړ.

 د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو  پر دغه اعلان توند غبرګون ښودلی دی.

د دې هېواد د بهرنيو چاو وزارت مطبوعاتي دفتر د کب په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبان دوه انتخابه لري، يا دې د سولې خبرو ته راشي او يا دې ځان جګړې ته برابر کړي.

سرچينې ز ياته کړې، طالبان خپل افغانان او هېوادوال وژني او خپل هېواد تباه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، که چېرې وسله وال طالبان جګړه انتخاب کړي، نو دوی به له افغان او امريکايي ځواکونو سره مخامخ شي.

سرچينه کاږي، د امريکا  متحده ايالات د جګړې ختمولو، ملي پخلاينې او د سولې په اړه د ولسمشر اشرف غني د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي هم له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي او مخامخ خبرو ته راضي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version