مزارشريف (پژواک، ۱۱ وری ۹۵): د بلخ د فولرزم ورزشکاران وايي چې په دغه ولايت کې د ورزش اسانتيا برابره ده؛ خو د دولت له خوا نه تشويق د خپل ورزش په برخه کې جدي ستونزه ګڼي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد سخي مرادي چې نننۍ غونډه يې په وياړ جوړه شوې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت بايد د نورو ورزشونو تر څنګ فولرزم ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړی د فولرزم د ملي لوبډلې لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۱ کې د فولرزم د اسيايي اتلوليو اتل پاتې شوی دی.
سخي وويل چې فولرزم يوازېنی ورزش دی چې په خپله افغانانو رامنځته کړی خو دولت ورته په سمه توګه پاملرنه کوي.
نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې هېواد ته يې اتلولي ګټلې خو لا هم د دې وس نه لري چې په نړيوالو لوبو کې په اسانه برخه واخلي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۱۱مه د فولرزم لوبغاړو د ستاينې او نمانځنې په وياړ غونډه جوړه شوې وه چې د ورزشکارانو تر څنګ په کې د بلخ دولتي چارواکو او عامو خلکو هم برخه اخيستې وه.
فولرزم د ((Fight)) ورزش افغاني بڼه ده، له تېرو لسو کلونو په افغانستان کې د ځانګړي فدراسيون په چوکاټ کې په المپيک رياست کې ځای لري.
د بلخ یو اوسېدونکي شفيق فيضي چې د اسيا په کچه د (فري فايټ) برخې اتل پاتې شوی، د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ او په ځانګړې توګه مزارشريف ښار کې د نسبي امنيت له امله د ورزش اسانتيا برابره ده.
خو نوموړي زياته کړه چې دولت د نورو ورزشونو په پرتله فولرزم ته دومره پاملرنه نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن