فراه (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د فراه څلوېښت سلنه وګړي اساسي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او اړ دي چې په ځينو سيمو کې يوه شپه او ورځ روغتيايي کلينيک ته د رسېدو لپاره مزل وکړي.
همداراز د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې په ځينو ولسواليو کې د مسلکي روغتيايي پرسونل په ځانګړې توګه د ښځو ډاکترانو کمښت، د بې کيفيته او تاريخ تېر درملو شتون، په ځينو سيمو کې د واکسين نه تطبيق او د ځينو شخصي کلينيکونو غير معياريتوب هغه عمده ننګونې دي چې د فراه روغتيا برخه ورسره لاس اوګرېوان ده.
بنسټيز روغتيايي خدمتونه (BPHF) د بنسټيزو خدمتونو ټولګه ده چې وقايوي او معالجوي لکه د مور او نوي زېږدلي ماشوم روغتيا، د ماشوم روغتيا او معافيت، عمومي تغذيه، د ساري ناروغيو درملنه او کنټرول، رواني روغتيا او د معيوبيت په برخه کې د خدمتونو وړاندې کول دي چې د لومړنيو روغتيايي مرکزونو له لارې ترسره کېږي.
د فراه د ګلستان ولسوالۍ د "توت" سيمې اوسېدونکي اميرجان اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
نوموړي وويل چې د دې ولسوالۍ په "قلعۀ کهنه" سيمه کې يوازې يو کلينيک شتون لري او په دې کلينيک کې هم مسلکي ډاکتران شتون نه لري.
اميرجان وويل چې د دې ولسوالۍ زيات اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله، کندهار او هرات ولايتونو او د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ فراه رود کلينيک ته ځي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ګلستان څخه تر فراه رود پورې ١٥٠ کيلومتره واټن دى او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي خپل ناروغان د موټرسايکل او يا موټر په ذريعه د فراه رود کلينيک ته لېږدوي.
هغه وويل: "څو ورځې وړاندې د اوکلا کلي يوه مېرمن چې د ولادت لپاره فراه رود کلينيک ته لېږدول کېده، د لارې په اوږده کې مړه شوه او تر دې وړاندې هم داسې پېښې رامنځ ته شوې دي."
اميرجان اغا ادعا وکړه چې په تېرو څو کلنو کې د ګلستان د "توت" او "مغل اباد" له کليو پرته، د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې واکسين نه دى تطبيق شوى.
روغتيايي ستونزې يوازې د فراه تر دې ولسوالۍ پورې نه محدودېږي.
د بالابلوک ولسوالۍ د شيوان کلي شورا اوسېدونکی محمد عظيم شکايت کوي چې بالابلوک کې درې روغتيايي کلينکونه شتون لري؛ خو اړتياوې نه شي پوره کولى.
د هغه په وينا، يوازې د دې ولسوالى شيوان کلينيک ته هره ورځ ٣٠٠ ناروغان مراجعه کوي؛ خو شاوخوا سلو ناروغانو ته يوه ورځ کې د معاينې او درملنې وار نه رسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن