ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګيلاني: سوله هېڅ ډول محدوديت او انحصار نه مني

6 Apr 2016 - 16:36
6 Apr 2016 - 16:36

کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٥): د سولې عالي شورا مشر پير سيداحمد ګيلاني وايي چې سوله هېڅ ډول محدوديت، حلقه او انحصار نه مني، ولس حق لري چې سوله او د باور فضا ورته برابره کړي.
 

د سولې عالي شورا له مطبوعاتي دفتره د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې عالي شورا رييس پير سيداحمد ګيلاني د سولې جرګې له مشرتابه پلاوي سره چې په کې جهادي مشر انجنير احمدشاه احمدزی، غلام حسن ګران او خليل الله صافى شامل وو، وليدل.

سرچينه کاږي، پير سيداحمد ګيلاني د دې ليدنې پر مهال په ډاګه کړه چې سوله د ټولو افغانانو ګډ مسووليت او د خير کار دی، سوله هېڅ ډول محدوديت، حلقه او انحصار نه مني.

ده زياته کړه: ((جګړو ځپلی ولس پر موږ حق لري چې سوله او د اعتماد فضا ورته برابره کړو.))

ګيلاني ويلي چې که د ولسمشر څوکۍ هم ورته ورکړل شوې واى نو په دې عمر کې يې نه منله، خو دا چې سوله د افغانانو مبرم او اشد ضرورت دی او تر هر څه ډېره اړتيا ورته ليدل کېږي، نو ويې منله.

هغه وايي: ((موږ هيله من يو چې د افغانستان بحران په بنسټيزه توګه پای ته ورسوو او که خدای مکړه په دې کار بريالي نه شوو خو د څو تنو افغانانو ژوند هم وژغورو، نو بيا مو هم لوی کار کړی دی.))

نوموړي د سولې جرګې له پلاوي مننه وکړه چې د سولې لپاره يې هڅې پيل کړې او له ده سره يې مشوره شريکه کړه او ټينګار يې وکړ چې دا بايد وروستۍ ليدنه نه وي او په راتلونکي کې ليدنو او مشورو ته ادامه ورکړي.

د سولې جرګې غړي انجنير احمدشاه احمدزي په خپلو خبرو کې وويل چې سوله د افغانانو او د افغانستان لومړنۍ اړتيا ده او په دې لاره کې يې د سولې جرګه همکاره ده.

هغه له پير سيداحمد ګيلاني وغوښتل چې حکومتي چارواکو په ځانګړې توګه ولسمشر ته د دوی دا پيغام ورسوي چې د سولې لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي، يواځې په خبرو او شعارونو سوله نه راځي.

هغه همدا راز وغوښتل چې دولت دې د طالبانو له شرطونو ځان خبر کړي او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره دې يې شريک کړي چې دا کار د دولت په وس کې دی او که دولت د سولې لپاره کوم تنازل هم کوي دا ورته وياړ دی.

د سولې د جرګې بل غړي غلام حسن ګران پير ګيلاني ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې تل به د سولې شورا تر څنګ او ستاسو د مشورو او سپارښتنو په رڼا کې له تاسو سره په همغږۍ کار کوي.

ده وويل:  ((موږ د سولې له عالي شورا څخه بېل کوم ځانګړی پروګرام او هدف نه تعقيبوو، له طالبانو، نورو مخورو افغانانو او نړيوالو سره د افغانستان د کړکېچ په اړه خبرې او مشورې کولی شو خو د وروستۍ پرېکړې لپاره به دوسيه ستاسو درانه حضور ته راوړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version