ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د پنځو چارواکو دندې وځنډول شوې

21 Apr 2016 - 11:31
21 Apr 2016 - 11:31

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت په کابل ښار کې د مهمو کسانو د ساتنې پر رياست د بريد له امله د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د پنځو چارواکو دندې ځنډولې دي.

دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د پل محمود خان په سيمه کې د مهمو کسانو د ساتنې پر رياست د وسله والو طالبانو له خوا د موټربم بريد وشو.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په دغه بريد کې ٦٤ کسان وژل شوي او ٣٤٧ نور ټپیان شوي دي چې ډېرى يې غير پوځيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي: "د کورنيو چارو وزير په لارښوونه د لومړۍ حوزې د امر، جنايي مدير، له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير، د سيمه ييز شريد د کنټرول امر او د ساحوي ټولي د قوماندان دندې ځنډول شوې دي."

صديقي همدارنګه وويل چې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو عمومي قوماندانۍ ته لارښوونه کړې چې له چارواکو څېړنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم د ديارلسمې، يوولسمې او يو شمېرو نورو امنيتي حوزو  د امرانو دندې په خپلو اړوندو ساحو کې د وسله والو مخالفينو د بريدونو په سبب ځنډول شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version