کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): ولسمشر غني وايي چې د رسنيو ازادي په هېواد کې د ځوانې ديموکراسۍ ستنې دي او خبريالان د خطرونو په زغملو سره باوري او متوازن څېړنيز راپورونه جوړوي چې د ديموکراسۍ د ستنې په بنسټيز والي کې موثر رول لري.
دا ټکى د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغان ولسمشر په پيغام کې څرګند شوى دى.
دغه پيغام چې يوه کاپي يې نن پژواک خبري اژانس ته هم را رسېدلې، راغلي چې افغان دولت تل د بيان ازادۍ له اوچتو لاسته راړونو ملاتړ کړى، د هېواد اساسي قانون او د رسنيو قانون د بيان ازادۍ او ازادو رسنيزو فعاليتونو تضمين کړى دى چې د رسنيو او بيان ازادۍ د ازاد فعاليت د اهميت په درک سره له دغه ستر ارزښته ساتنه کوي او د قانون په چوکاټ کې يې ملاتړ کوي.
په پيغام کې راغلي: ((د ازادو رسنيو وده او د بيان د ازادۍ بنسټيزو کېدل د حکومت، رسنيزو کارکوونکو او خلکو ټوليزې همکارۍ ته اړتيا لري.))
ولسمشر ويلي: ((د خوښۍ ځاى دی چې پر سختو شرايطو سربېره هم افغانستان د بيان ازادۍ په تازه جدول کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو په پرتله غوره ځاى لري او بې پولې خبريالانو د بيان ازادۍ مډال د افغانستان يوې رسنۍ ته ورکړى، خو بسنه نه کوي او رسنۍ بايد لا معياري او مسلکي شي چې د افغانستان مقام تر دې هم لوړ کړي.))
ولسمشر ويلي چې په ټاکنو کې يې د رسنيو له مشرانو سره د کړې ژمنې پر بنسټ د بيان ازادۍ او رسنيو د ملاتړ په موخه مهم ګامونه اخيستي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون يې توشېح کړى، د خصوصي رسنيو د جوړېدو کړنلاره يې چمو کړې، د خبريالانو او رسنيو د خونديتوب او امنيت کړنلاره جوړه شوې او د خبريالانو د وژنې دوسيې څېړل شوې دي.
محمد اشرف غني په خپل دغه پيغام کې ويلي چې افغان دولت د رسنيو له مشرتابه تمه لري چې د خبريالانو د ملاتړ په موخه د شخصي رسنيو د رامنځته کېدو کړنلارې د مقررې په اجرايي کېدو کې مخکښ شي.
هغه زياته کړه: ((له شک پرته چې د رسنيو ازادي په هېواد کې د ځوانۍ ديموکراسۍ اصلي ستنې دي. هغه خبريالان چې د ستونزو او ننګونو په زغملو سره د متوازنواو باوري څېړنيزو راپورونو لپاره کار کوي، دا د ديموکراسۍ د ستنو په بنسټيز والي کې موثر رول لري. پر دې بنسټ حکومتي ادارې مکلفې دي چې د څېړنيزو راپورونو د اجرايي کېدو په برخه کې اړين اقدامات تر سره کړي.))
ولسمشر په پيغام کې په بېلابېلو برخو کې د خبريالانو د زړور او خلاقي کار د ستاينې تر څنګ، نادر نادري د خپل ځان او خپلې مېرمنې له خوا د بيان له ازادۍ د ملاتړ د سفير په توګه معرفى کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن