ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ديني عالمانو له افغان امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ

4 May 2016 - 16:32
4 May 2016 - 16:32

مزارشريف (پژواک، ۱۵ غويی ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت ګڼ شمېر ديني عالمانو له امنيتي ځواکونو سره په ګډه غونډه کې د افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

دوی وويل چې د افغان ځواکونه د خپل دين، هېواد او خلکو د ساتنې لپاره د دښمن پر وړاندې جګړه کوي، بايد ملاتړ يې وشي.

د بلخ ولايت ديني عالم مولوي حکمت الله د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ديني عالمان د خپلو ملي ځواکونو د ملاتړ په موخه سره غونډ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې ديني عالمان دنده لري چې حق او باطل سره جلا کړي.

د هغه په وينا، افغان ملي ځواکونه د خپل دين، هېواد او خلکو د ساتنې لپاره په جګړه بوخت دي چې دوی په حق وګڼل.

مولوي حکمت الله په خلکو غږ وکړ چې د سوکاله ژوند او ثبات لپاره دې په خپلو سيمو کې د ملي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د شمال زون د نظم عامې قوماندانۍ ساتمن اميرمحمد، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې که چېرې خلک همداسې د دوی ملاتړ وکړي نو له دښمن څخه په اسانه جګړه ګټلی شي.

نوموړي زياته کړه چې له دوی څخه د ديني عالمانو ملاتړ په دې معنا دی چې دوی په حق دي او د خپل وطن او ولس لپاره جګړه کوي.

د هغه په وينا، ورته ملاتړ د دوی روحيه پياوړې کوي او په روحي ډول پر دښمن لاس بري کېږي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني له ملي ځواکونو څخه د ديني عالمانو د ملاتړ په اړه وويل چې له دې سره د دوی ځواک لا پياوړی کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په سيمو کې د امنيت راوستو لپاره د خپلو خلکو کلک ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه له ديني عالمانو مننه وکړه چې له ملي ځواکونو څخه يې ملاتړ وکړ. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version