ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د حقاني شبکې درې کسيزه ډله ونيول شوه

4 May 2016 - 15:37
4 May 2016 - 15:37

کابل(پژواک، ١٥غويى ٩٥): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د حقاني شبکې يوه درې کسيزه ډله چې غوښتل يې په کابل ښار ترهګريز بريدونه ترسره کړي، نيول شوې ده.

 ددې رياست لخوا پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ډله د ملي امنيت ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې نيول شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې نيول شوي کسان مزل، ياسر او عنايت الله نومېږي چې په لومړنيو څېړنو کې يې پردې اعتراف کړى چې د حقاني شبکې له لوري کابل ته د ترهګريزو او انفجارى بريدونو د تر سره کولو په موخه را استول شوي وو.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې کسانو له منځه اته کړۍ چسپکي اوجهتي ماينونه، يو ميل تومانچه او د ماين پر سيستم ١١ سېټه عيار شوي مبايلونه، يو ريموټ کنټرول ميان او يوه چاودېدونکې بسته هم تر لاسه شوي دي.

د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې ددې درېيو کسانو په نيولو سره په کابل ښار کې د څو خونړيو ترهګريزو بريدونو مخنيوى شوى دى.

په خبرپاڼه کې ددې کسانو د نيولو وخت ته اشاره نه ده شوې.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپلې ټويټر پاڼه کې د ملي امنيت له لوري د خپلو درې تنو نيول رد کړي او ويلي دي: "زموږ هېڅ يو تن په کابل ښار کې نه دى نيول شوى."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version