کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٥): د پژواک خبري اژانس ژورنالېست فياض عمري "د کال غوره عکاس" تندیس ګټونکى شو.
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ دفتر (نى) هر کال په بېلابېلو برخو کې غوره رسنيز کارکوونکي ټاکي چې سږ کال يې هم د پژواک خبري اژانس د فوټو ژورنالېست په ګډون اووه کسان د يوې ازادې سيالۍ له لارې د رسنيو په غوره کارکوونکي راوستلي دي.
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې اجرايي مشر مجيب خلوتګر وويل دفتر يې يوه مياشت وړاندې د يوه غوښتنليک له لارې له خبريالانو او رسنيو غوښتنه کړې وه چې خپل نوماندان دغه دفتر ته د نوماند په توګه ور واستوي.
هغه زياته کړه چې پنځو خپلواکو داورانو د څه کم ٦٠ کاري بېلګو نه اووه موارد د غوره کارونو په توګه ټاکلي دي.
خلوتګر زياته کړه چې په دې پروسه کې بشپړه روڼتيا موجوده وه، دا کوکه پروژه يې خپرونه نه وه، بلکې د يوې سيالۍ له لارې هڅه شوې وه چې په راتلونکي کې په يوه فرهنګ بدله شي چې د بيان ازادۍ وده کې موثر وي.
په دې سياليو کې د اريانا نيوز خبريال احمد فرشاد صالح د غوره خبريال، د ارزو ټلويزيون نه زينب عزيزي د سياسي خپرونو د غوره چلوونکې او له پژواک خبري اژانس نه فياض عمري د غوره عکاس په توګه معرفي شول.
همدارنګه د هرات ولايت نه معراج راډيو کارکوونکي سهيلا عرفاني د راډيو د غوره وياندې جايزه واخيسته، د اريانا نيوز نه شفيع کريمي د د سياسي خپرونو د غوره چلوونکي، د ميوند ټلويزيون نه وحيدالله کابلي د غوره فلم اخيستلونکي او له سلام وطندار راډيو نه وحيده فيضي دغوره پرليکه(انلاين)خبريالې ... واخيستل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن