ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت د ننګرهار د پوليسو په تشکيلاتو کې اصلاحات راولي

9 May 2016 - 14:30
9 May 2016 - 14:30

جلال اباد (پژواک، ۲۰ غويی ۹۵): د کورنيو چارو وزير وايي چې د ننګرهار ولايت د پوليسو په اداري تشکيلاتو کې تر ارزونو وروسته اصلاحات راولي.

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د ننګرهار والي او د ولايتي شورا غړو د کورنيو چارو له وزير څخه غوښتنه وکړه څو د پوليسو په تشکيل کې اصلاحات راولي.

د کورنيو چارو وزير لوی پاسوال تاج محمد جاهد تېره ورځ جلال اباد ته په سفر کې د ورځې ناوخته له ولايتي ادارې سره په غونډه کې وويل چې د پوليسو ارزونه کوي.

جاهد وايي: ((د دغه ولايت پوليسو ارزونې په ترڅ کې به يې په اداراتو کې اصلاحات رامنځته کړم، هغه غوښتنې او ستونزې چې د مرکز اړوند وي، له مسوولينو سره به يې د حل په موخه شريکې کړم.))

بلخوا د ننګرهار والي په دې غونډه کې وويل چې کورنيو چارو وزارت بايد په دغه ولايت کې د پوليسو تشکيل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

کندوزي وويل: ((مخالفين د دغه ولايت په يوولسو سرحدي ولسواليو کې شتون لري او هر مهال د تخريبي کړنو هڅه کوي خو د ښې همغږۍ له امله وسله وال مخالفين له ماتې سره مخ دي.))

کندوزي همدا راز غوښتنه وکړه چې تر ارزونې وروسته دې منسوبين مجازات او مکافات شي او همدا راز دې په دغه ولايت کې د وړتياوو له مخې د منسوبينو ګومارنه وشي.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري تر يادې غونډې وروسته پژواک خبرى آژانس ته وويل: ((د ننګرهار د پوليسو په تشکيلاتو کې بايد اصلاحات راشي؛ ځکه ډېر کسان په ولسواليو کې له کلونو پاتې دي خو پر امنيت اغېزه نه لري.))

د نوموړي په وينا، د کورنيو چارو له وزير څخه يې وغوښتل چې د دغه ولايت د پوليسو سرتېري اکمال او تجهيز او شمېر يې ډېر کړي.

ده يادونه وکړه: ((د خدای په خاطر موږ له دې يو شمېر ټيکه دارانو خلاص کړئ، د ځينو ولسواليو امنيه قوماندان له کلونو راهيسې پر خپلو دندې پاتې دي خو نه بدلېږي، که دا کسان ډېر ښه خلک وي نو وزارت ته دې تبديل کړي.))

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي سيد برهان الله پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار د پوليسو تشکيلات ممکن کم وي، خو د زياتوالي پر ځای يې بايد په تشکيلاتو کې اصلاحات راشي.

برهان الله پژواک ته وويل: ((څوک چې واسطه لري، په ښار کې دندې لري او چې واسطه نه لري ولسواليو ته يې ورکړي دي، همدا شان د ځينو ولسواليو امنيتي چارواکي پر ځينو کړيو پورې تړلي خلک دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version