ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ځینې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې جدي ستونزې لري

15 May 2016 - 12:15
15 May 2016 - 12:15

غزني ښار (پژواک، ٢٦ غويی ٩٥): د غزني په ولايت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د دغه ولايت د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد کامران پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په سره لمر کې زده کړې کوي.

هغه وايي: ((کومه ورځ که باران وي او يا هم دوړې خاورې وي نو زموږ ډېر مکتبونه رخصت وي.))

د هغه په وينا، د ګيلان په ولسوالۍ کې مسلکي ښوونکي ډېر کم دي چې په دې برخه کې هم زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د ګيرو ولسوالۍ يوه ښوونکي نعيم الله پژواک ته وويل که څه هم په دې وروستيو کې وسله وال طالبان ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو ته ستونزې نه جوړوي خو سره له دې هم په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ دى.

ده هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري خو بيا خلکو خپل شخصي کورونه ښوونځيو ته ورکړي دي.

هغه زياته کړه: ((خلکو هم د مکتبونو لپاره داسې کورونه نه دي ورکړي چې څوک پرې ښاد شي؛ ځکه د ډېرو کورونو خونې چتونه نه لري.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو١٥ کلونو کې په دې ولسوالۍ کې يواځې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې هغه هم اوس د خرابېدو په حال کې دي.

دغه راز د غزني ښار د شمس العارفين ښوونځي زده کوونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل: ((ما په خوږياڼو ولسوالۍ کې زده کړې کولې خو هلته استادان نه وو، درسې مواد پر وخت نه رسېدل او مکتبونو هم ودانۍ نه درلودې نو ځکه زه غزني ښار ته راغلم تر څو دلته زده کړې وکړم.))

هغه وويل چې د خوږياڼو ولسوالۍ تر څنګ په ډېرو ولسواليو کې يادې ستونزې شته خو د اقتصادي ستونزو له امله زده کوونکي نه شي کولاى په غزني ښار کې زده کړې وکړي.

د رشیدانو ولسوالۍ قومي مشر خلیل هوتک هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ زده کوونکو د مسلکي ښوونکو او د درسې توکو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((دلته ښوونکي نشته، که وي هم داسې ښوونکي دي چې لوړ تحصیلات نه لري یواځې يې تر شپږم ټولګي پورې یې درس ويلى دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version