کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٥): د حکومت اجرايي رياست دويم مرستيال په هېواد کې نا امني د مخابراتي خدمتونو د پراختيا او پرمختګ پر وړاندې خنډ وبلله او ويې ويل چې له ټولو ننګونو سره سره بيا هم مخابراتي سکتور په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د لاسته راوړنو لپاره مهم بنسټ بلل کېږي.
محمد محقق چې نن په کابل کې د مخابراتو له نړيوالې ورځې څخه د نمانځغونډې په مراسمو کې خبرې کولې، وويل چې د اقتصاد، سياست او ټولنيزو ډګرونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور ډېر اهميت لري او په دغه سکتور کې د نړيوالې ټولنې له مرستې ګټه پورته شي، څو ارزانه او ډاډمنې اړيکې رامنځته شي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په هېواد کې د شته جګړې او نا امنۍ ترڅنګ، د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو سکتور کې ډېر پرمختګونه شوي، وويل: "د دغه سکتور پر وړاندې به شته امنيتي ګواښونه له ملي امنيت شورا سره مطرح کړم، څو د حل لپاره يوه مناسبه لاره ورته پيدا شي."
د حکومت د ياد لوړپوړي چارواکي د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د مخابراتو په برخه کې شا وخوا دوه نيم ميليارد ډالره پانګونه شوې او هر کال له دې لارې د دولت خزانې ته ٢٠٠ ميليون ډالره ګټه رسيږي.
هغه زياته کړه، چې د نوري کېبل پروژه د مخابراتو وزارت له مهمو پروژو بلل کېږي او اړتيا ده چې په دې برخه کې د بهرنيو بنسټونو پانګونه هم راجلب شي.
محمد محقق هيله څرګنده کړه، چې د نوري کيبل خدمتونه په راتلونکي کې د ولايتونو له مرکزي برخو ولسواليو ته هم وغځول شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنيکي معين بريالي حسام، د مخابراتي شرکتونو پر وړاندې د امنيتي ګواښونو زياتوالى، د ټولو ترانسپورټي زېربناوو نشتوالى، د ټولې برېښنا نشتوالى او د مالي سرچينو کموالى؛ د مخابراتو پر وړاندې شته ننګونې وبللې چې د نوموړي په وينا، چې د دغه سکتور پر وده يې منفي اغېز ايستى دى.
خو نوموړي پر دې خبرې د ټينګار ترڅنګ چې د ټولو ستونزو سربېره د مخابراتو سکتور په وروستۍ يوې لسيزې کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، وويل چې دغه وزارت د خپلو طرحو او پاليسو، کړنلارو، مقررو په ترسره کولو سره ډېره هڅه کوي چې هېوادوالو ته ډېر خدمتونه وړاندې کړي.
حسام زياته کړه، چې اوسمهال د هېواد ٨٩ سلنه برخې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې دي او د پخوا په پرتله د دغه وزارت عوايد هم زيات شوي دي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې د ١٣٩٣ لمريز کال په پرتله د تېر کال عوايد ٤٢ سلنه زيات شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن