ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې وسله والو مخالفينو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

19 May 2016 - 11:15
19 May 2016 - 11:15

غزني ښار (پژواک، ٣٠ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د غزني پر څلورو ولسواليو د وسله  والو طالبانو ډله ييز بريدونه يې پر شا تمپول او او ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله  والو طالبانو د قره باغ، ګيرو، مقر او اندړو ولسوالیو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په قرباغ ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ٦ وسله وال طالبان او يو پوليس وژل شوي او ١٢ وسله وال ټپیان شوي دي.

نوموړي وويل چې په ګيرو ولسوالۍ کې هم د طالبانو د يوه مشهور قوماندان ملا تراب په ګډون ١٦ وسله وال وژل شوي دي.

امرخېل وايي چې دغه راز په مقر ولسوالۍ کې  هم دوه وسله وال وژل شوي او يو سيمه ييز پوليس  وژل شوي او ٣ وسله وال ټپيان شوي دي.

امنيه قوماندان وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د نظروالو پر پوستې بريد کړى و، چې په ځوابي بريد کې ١٢ وسله وال وژل شوي او اته نور يې ژوبل شوي دي.

خو د دې سيمې يوه اوسېدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل چې په دې نښته کې ګڼ شمېر پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو چارواکي د پوليسو د مرګ ژوبلې خبره ردوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version