کندهار ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): وسله والو طالبانو د کندهار ښار په عينو مينه کې يو قومي مشر وژلى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د کندهار ښار د اوولسمې ناحيې اړوند د عينو مينې په لومړۍ فواره سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو د هدايت الله په نوم قومي مشر چې په حاجي ګلالي مشهور و، ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
دى وايي چې بريدګر تښتېدلي دي او پوليس يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې وژل شوى قومي مشر د ملي امنيت کارکوونکی او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور شاه ولي کرزي د دفتر مسوول و.
خو د والي وياند وايي چې هغه کومه دولتي دنده نه لرله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن