کابل(پژواک، ١١غبرګولى ٩٥): د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د کرنيزو ځمکو د ښې اوبو لګونې په موخه د اوبو لګونې ۲۰ پروژو د بيا رغونې تړون د هېواد له خصوصي سکتور سره لاسليک کړ.
د دغو پروژو هوکړه ليک نن په کابل کې د ياد وزارت د لوړپوړو چارواکو او د خصوصي سکتور تر منځ لاسليک شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير د يادو پروژو تر لاسليک کېدو وروسته رسنيو ته وويل چې يادې شبکې د هېواد په پنځو ولايتونو کې بيارغول کيږي.
د وزير په وينا، د پروژو د کار له بشپړېدو سره به په ټوليز ډول ٤٣٠٠ جريبه ځمکه خړوبه او ٢٦٠٠ کورنۍ به ګټه ورڅخه واخلي.
د هغه په وينا، له يادو ۲۰ پروژو څخه پنځه به يې د بغلان ولايت په کليو ، يوه پروژه به يې په کاپيسا، دوه پروژې به يې د کونړ، ۱۲ پروژې به يې د لغمان او ننګرهار په ولايتونو کې ورغول شي.
دی زياتوي، د يادو پروژو د رغونې کار به د روان کال تر پايه پورې بشپړ شي.
د ده په وينا، د يادو پروژو پر رغولو ۱۴۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ياد وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کيږي.
د کرنې وزير وويل چې د دغو پروژو پر بشپړيدو سره به ۷۰ سلنه د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيول شي او په کروندو کې به ۲۰ سلنه ډېروالی چې له مخې به يې د کروندګرو ۲۰ سلنه اقتصاد پياوړی شي.
هغه وويل، د يادو پروژو د پلې کېدو چارې د خصوصي سکتور لخوا تر سره کيږي او ټينګار کوي چې د پروژو کاري کيفيت په جدي ډول سره کنټرول او څېړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ياد وزارت په پام کې لري چې د روان کال په لړ کې ورته ۹۱ د اوبو پروژې د هېواد په ۱۶ ولايتونو کې ورغوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن