ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې ملکي وګړو، دولتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

5 Jun 2016 - 12:34
5 Jun 2016 - 12:34

فراه (پژواک، ١٦ غبرګولى ۹۵): د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د نښتو له امله ملکي وګړو، وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمدغوث ملیار نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره ورځ سهار د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود، شیوان، سور او شورآب سیمو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پيل کړل.

د هغه په وينا، په دغو نښتو کې چې تر تېرې شپې يې دوام درلود، اته وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د ده په وينا، د وژل شوو طالبانو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

دغه راز دى وايي چې د جګړې پر مهال د يادې ولسوالۍ په فراه رود بازار کې د فراه ښاروالۍ پخوانی قراردادي نورالله هغه مهال ټپي شوى چې په خپل شخصي موټر کې هرات ته روان و.

ده وويل چې نورالله د درملني لپاره هرات ته لیږدول شوى دی.

هغه وايي چې په دې نښتو کې کېداى شي د ملي اردو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو دى يې په اړه کره معلومات نه لري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه هلته له مېشتو ملي اردو ځواکونو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د مليار په وينا، د طالبانو د بریدونو له امله د بالابلوک په شيوان کلي کې دوې ښځې ټپيانې شوې او د درملنې لپاره د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوې دي.

د شیوان اوسېدونکی رحیم الله وايي چې د نښتې پر مهال په شيوان کې دوې ښځې ټپيانې شوې او د همدې ولسوالۍ په شيخ لالا کلي کې يو ماشوم وژل شوى دى.

دغه راز ده وویل چې په شیوان کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

هغه وايي چې په شیوان کې دوه طالبان هم وژل شوي او یو ټپی دى، خو د يادو نورو سيمو د نښتو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version