کندوز ښار (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٥): د کندوز ښار يو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ او کمزورتیا په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه مياشت کې شکايت کوي او وايي چې د يخ پر فابريکو د پرېښنا وېش خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز ښار د استوګنې پر کورونو د برېښنا پرچاوي د روژې په مياشت کې ډېره شوې او په ٢٤ ساعتونو کې يواځې څو ساعته برېښنا راځي، هغه هم دومره کمزورې وي چې کار ترې نه اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه: ((د ستونزې لامل دا دى چې برېښنا شرکت په روژه مبارکه مياشت کې ډېره برېښنا د يخ توليدوونکو فابريکو ته ورکوي.))
د کندوز ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه، سره له دې چې د کندوز د خلکو د برېښنا د کمزورۍ او پرچاوۍ ستونزه يې څو ځلي د برېښنا رياست له مشرانو سره شريکه کړې، خو تر اوسه پورې دا ستونزه نه ده حل شوې.
نوموړي د برېښنا رياست له چارواکو وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې د خلکو د برېښنا ستونزې حل کړي.
د کندوز ښار د سردوره ښارګوټي اوسېدونکي ٢٨ کلن اجمل وويل: ((له څو کلونو راهيسې مو برېښنا کمزورې ده او پرچاوي لري، خو دا ستونزه د روژې مبارکې مياشتې په راتګ سره ډېره شوې ده.))
هغه زياته کړه چې پر پرچاويو، د برېښنا کمزوري او د هوا پر ګرموالي سربېره هم د برېښنا رياست د يخ د توليد پر فابريکو برېښنا وېشي او د استوګنې کورونو ته يوازې د ورځې له خوا برېښنا ورکوي چې هغه هم د استفادې وړ نه ده.
د کندوز د برېښنا رياست سرپرست انور نوابي هم د برېښنا کمزوري او پرچاوي تاييد کړه او ويې ويل چې د يخ فابريکې ته په نوبتي ډول برېښنا ورکول کېږي، خو دا فابريکې د برېښنا رياست خلاف کار کوي.
هغه زياته کړه: ((څو ځله مو ورته ويلي او ترې غوښتي مو دي چې خپل ماشينونه پرچاو کړي، خو پاملرنه يې نه ده کړې او موږ منو چې کارکوونکو مو څارنه نه ده کړې، خو له دې وروسته به جدي څارنه پيل کړو.))
دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د برېښنا انرژي له څو کلونو راهيسې له تاجکستان نه ترلاسه کېږي او اوسمهال د کندوز ښار پر اوسېدونکو سربېره د د امام حاصب، خان اباد او چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي هم له برېښنا ګټه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن