ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: افغانستان نه د ډیورنډ کرښه منلې، نه یې مني او نه به یې ومني

16 Jun 2016 - 23:09
16 Jun 2016 - 23:09

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۵): پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبرې رد کړې، چې ګوندې افغانستان د بل چا په لاس کې لوبیږي او زیاته کړې، چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او پاکستان یې باید درناوی وکړي.

حامد کرزي دغه څرګندونې له بي بي سي اردو سره وروسته له هغه کړې، چې د تورخم د شخړې پر مهال د پاکستان د کورنیو چار وزیر چوهدري نثارعلي خان او ددغه هېواد پخواني ولسمشر جنرال مشرف ادعا کړې وه، چې د تورخم د مسلې ترشا د بل چالاس دی او افغانستان د بل هیواد په لاسولوبیږي.

څو ورځې مخکې پاکستانیو ځواکونو د ډیورنډ پر فرضي پولې تورخم د دروازې لګولو هڅه وکړه، چې دافغانستان لخوا یې مخه ونیول شوه، له دې امله ددواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ نښته هم وشوه، چې دواړو لوریو  ته یې مرګ ژوبله هم لرله.

د افغانستان پخواني ولسمشر دغه څرګندونې او ادعاوې په کلکه رد کړې او وایي، چې افغانستان خپلواک هېواد د نورو په لاسو نه لوبیږي.

هغه زیاته کړې : (( پاکستان د ډیورنډ پر کرښه ځینې اقدامات کړي، چې افغانان ورسره خلاف دي له همدې لامله دا ستونزه پیدا شوې ده.))

د حامد کرزي په وینا، پاکستان غواړي، چې افغانستان دې له هندوستان سره هیڅ اړیکې نه لري، ورسره دې تجارت نه کوي او هندوستان دې د افغانستان له لارې منځني اسیا هيوادونو ته لاره نه لري، خو د پاکستان دا غوښتنه افغانستان ته د منلو وړ نه ده.

پخواني ولسمشر ویلي (( اوس چې په سیمه کې دهندوستان، ایران او افغانستان کوم اتحاد رامنځته شوی، پاکستان ته هم پکې هرکلی وایو، خو پاکستان دا شرط ایښی، چې افغانستان دې له هند سره هیڅ اړیکې نه لري.))

د هغه په وینا، که چیرې دا ستونزه هواره شي، نو د سیمې هیوادونه به په ډیرې تیزۍ سره پرمختګ وکړي.

کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی، هند سره د افغانستان پر اړیکو پاکستان ناراضه کیږي، خو پخپله پاکستان له هند سره خبرې کوي، لومړي وزیران یې سره لیدنې کوي نو افغانستان ولې له هند سره اړیکې نه شي لرلی؟

ده زیاته کړې، سره له دې چې هندوستان پخپله غریب هیواد دی، خو له افغانستان سره یې ډیرې مرستې کړي.

پخواني ولسمشر ویلي : ((هند له زړه څخه له افغانستان سره دوستي کوي موږ غواړو، چې پاکستان هم دغه کار وکړي.

هغه زیاته کړه،. چې افغانان د پاکستان له خلکو منندوی دي، خو حکومت یې چې کوم کارونه کوي، افغانان ترې خپه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version