ښرنه (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): د پکتيکا نوی والی وايي، د کار په لومړيتوبونو کې يې له اداري فساد سره مبارزه، امنيت خوندي کول او د سولی په برخه کې هلې ځلې دي.
نوي والي الياس وحدت د پکتيکا ولسونو ته په خپله لومړنۍ وينا کې وويل، د پکتيکا ولايت په مرکز او ولسواليو کې ښه بلديت لري، چې له مخې به يې په دې ولايت کې د امنيت په خوندي کولو، د قومي جوړښتونو په غښتلي کولو او د سولې په راوستو کې مهم رول ولوبوي.
ده زياته کړه، د ولسمشر له غوښتنې سره سم يې په دې ولايت کې د کار په لومړيتوب کې له اداري فساد سره مبارزه او د سولې لپاره هڅې شاملې دي.
په ولسې جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي په دې اړه وويل، په پکتيکا کې کار کول اسانه دى، ځکه په دې ولايت کې ټوپک سالاران او قاچاق وړونکي نشته ، مخکې له مخکې يې قومي جوړښتونه جوړ دي او يواځې د نيت اخلاص او کار ته اړتيا ليدل کېږي.
نوموړي هم د پکتيکا له نوي والي څخه غوښتنه وکړه، چې اداري فساد سره مبارزې، د امنيت او سولې ټينګښت او د معارف او روغتيا په برخو کې پاملرنه زياته کړي او هم د پکتيکا ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
د ولايتي شورا رييس بختيارګل ځدراڼ هم په خپلو خبرو کې وويل، پکتيکا يو سرحدي ولايت دی، مرکزي دولت ورته لازمه پاملرنه نه لري، ځکه د دې ولايت ولسونه د ناامنۍ ترڅنګ د ژوند له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.
هغه د پکتيکا له والي څخه غوښتنه وکړه، چې د دې ولايت د ولايتي شورا او ولسي جرګې د وکيلانو په مرسته د مرکزي دولت پاملرنه دې ولايت ته راجلب کړي او د دې ولايت د اوسېدونکو حقونه وغواړي.
مدني فعال محمدالله له الياس وحدت نه غوښتنه وکړه، چې د پکتیکا هغه ولسوالۍ چې سقوط دي او يا هم تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي، د خپلو امنيتي ځواکونو په مرستې او همکارۍ له ستونزو څخه وژغوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن