ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زوى د مړينې غم، مور او پلار له رواني ستونزې سره مخ کړي

2 Jul 2016 - 15:32
2 Jul 2016 - 15:32

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): هغه مور چې د خپل زوى د موبايل زنګ راتلو لپاره يې شېبې شمېرلې، نه وه خبره چې له دې وروسته به هيڅکله هم د زوى له لوري ورته زنګ ونشي، ځکه هغه نور مړ دى او پر ډزو وژل شوى دى.

 د "مينا" په نوم دغه مور چې د پروان ولايت مرکز دولانه کلي اوسېدونکې او د دويم ساتمن امين الله مور ده؛ چې د ٢٣ کلونو په عمر د ١٣٩٤ لمريز کال د غبرګولي مياشتې په لومړۍ نېټه د کندهار په ميوند ولسوالى کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوى دى.

 مينا چې پنځوس  کاله عمر لري، د خپل زوى د جلا والي له امله د سترګو ليد له لاسه ورکړى او له دې سره چې د زوى له مړينې يې يو کال تېريږي، خو تر اوسه پورې يې اوښکې نه دي وچې شوې او د هغې چيغې د انسان زړه خوږوي.

 نوموړې چې په خپل کور کې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وويل چې امين الله د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله په ١٣٩٠ کال کې ښوونځى په نهم ټولګي کې پرېښود او له شپږو مياشتو مسلکي زده کړو وروسته له پوليسو سره يو ځاى شو.

يادې مور زياته کړه چې امين الله په ننګرهار، نورستان او کندهار ولايتونو کې د دندې له ترسره کولو وروسته په کندهار کې د عامه نظم د دويمې لوا په درېيم کنډک کې په دنده وګومارل شو.

مينا وويل چې همېشه به د امين الله په اړه اندېښمنه وه؛ ځکه د هلمند او کندهار په څېر نا امنه ولايتونو کې  دنده ترسره کول له ډېر خطر سره مخ وي.

 يادې ځورېدلې مور زياته کړه، له همدې امله به يې چې کله زوى په دنده کې و، هره ورځ به يې ورسره ټېليفوني اړيکه نيوله او هغې ته به يې د اندېښنې نه کولو ډاډ ورکاوه.

 هغې، چې له ړندو سترګو يې اوښکې روانې وې، زياته کړه: "امين الله به هره ورځ زنګ واهه، خوشحاله به وم چې جوړ او روغ دى، خو..."

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version