ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدینه منوره کې مسجد نبوي مخې ته ځانمرګی برید شوی

4 Jul 2016 - 22:53
4 Jul 2016 - 22:53

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۵): د سعودي په مدنیه منوره ښار کې د مسجد نبوي مخې ته درنه چاودنه شوې، ویل کیږي، چې دا ځانمرګی برید و.

د سعودي دولتي اژانس (واس) د چنګاښ په ۱۴مه خبر  ورکړی، چې دا چاودنه نن ماښام مهال د مسجد نبوي ترڅنګ د مدینې منورې محکمې ته څیرمه شوی دی.

دغه راز همهاله د سعودي په قطیف ښار کې هم دوه چاودنې شوې، چې ویل کیږي، ځانمرګي بریدونه وو، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا د محمد طیب په نامه یو افغان چې د عمرې ادا کولو په موخه سعودي ته تللی او اوس په مدینه منوره کې دی، د ټیلیفون په لیکه پژواک اژانس ته وویل، چې دوی په مسجد نبوي کې د ماښام پر لمانځه ولاړ و، چې ناڅاپه ډیره قوي چاودنه وشوه.
هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلود.
 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version