جلال اباد(پژواک،٢٠ چنګاښ ۹۵): د ملي اردو په ليکو کې د جګړو پر مهال پر يوه سترګه نابينا شوي بشيراحمد تېره مياشت تر عملياتو وروسته په يوه چاودنه کې خپله دويمه سترګه هم له لاسه ورکړه.
د هغه دويمه سترګه څو ورځې مخکې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اړوند د حصارک کلي په جومات کې د چاودنې پر مهال ټپي شوې وه.
د روان لمريزکال د غبرګولي په ۲۱مه، د ياد کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه، چې لږ تر لږ درې کسان په کې ووژل شول او ۷۹ نور ټپيان شول.
۳۲ کلن بشيراحمد وايي: ((کله چې سرتېری وم، يوه سترګه مې هلمند ولايت کې د چاودنې پر مهال تر ټپي کېدو وروسته نابينا شوه، اوس مې دواړه سترګې ديد نه لري او د کورنۍ د غړو په مرسته ګرځم.))
بشيراحمد نهه کاله د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کړې، درې ځلې ټپي شوی او لا يې پر وجود د ټپونو نښې پاتې دي.
هغه وايي: ((درې کاله مې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې دندې ترسره کړې، سنګين ولسوالۍ کې د چاودنې پر مهال ټپي شوم، بيا درې کاله په ميدان وردګو او لوګر کې وم، هلته يو ځل په جګړه کې ټپي شوم، وروسته مې د کابل په ګډون درې کلونه په کونړ کې په دنده کې تېر کړل، بيا ټپي شوم.))
نوموړى وايي چې د وخت په تېرېدو يې د يوې ټپي شوې سترګې ديد کمزوری کېده او بلاخره يې څو مياشتې مخکې دنده پرېښوده او په کور کيناست.
بشيراحمد وايي: ((ډېره خپه يم چې دنده مې پرېښوده، ما بايد نور ډېر کلونه پوځ کې تېر کړي وای.))
د ده په خبره، د روداتو په پېښه کې يې دويمه سترګه هم له لاسه ورکړه او اوس په خورا بېوزلۍ او سخته کې ژوند تېروي.
نوموړى وايي: ((زه درې زامن او يوه لور لرم، واړه ورونه او کورنۍ مې ټول را ترغاړي دي، پخوا به مې د سرتېري په توګه د دندې معاش ترلاسه کاوه؛ خو اوس هيڅ نشته ، ورونه مې د ګټې وټې نه دي.))
د هغه په وينا، ډاګټرانو ورته ويلي چې که پاکستان او يا هند ته لاړ شي نو شونې ده چې تر عملياتو وروسته به يې سترګې بينا شي.
د ده په وينا: ((ماته څو ډاکټرانو مشوره راکړه چې پاکستان يا هند ته د عملياتو لپاره ولاړ شم، دا يې هم ويلي که پر سترګو مې ډېر وخت تېر شي دا امکان ډېر دی چې د ټول عمر لپاره نابينا پاتې شم.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن