ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني په فرانسه کې پر ملکي وګړو برید وحشیانه جنایت وباله

15 Jul 2016 - 10:46
15 Jul 2016 - 10:46

کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٥): ولسمشر اشرف غني په فرانسه کې پر ملکي وګړو بريد غندلى او هغه يې وحشيانه جنايت بللى دى.

د فرانسې سوېل لور ته په نيس ښار کې پرون ناوخته، يو تن پر هغو راټولو شويو خلکو موټر خېژولى چې د فرانسې د يوې ملې ورځې د نمانځنې لپاره راټول شوي وو. د راپورونو په حواله، په دې پېښه کې لږ تر لږه ٨٠ تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي. د دې بريد مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال وویل، پر ملکي وګړو برید جنایت او وحشیانه عمل دی؛ دغه وحشیانه جنایت نه یواځې د بښنې وړ نه دی، بلکې په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.

دى وايي: "تروریزم سرحد، نژاد، دین او مذهب نه پېژني، د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید او خطر دی."

نوموړي یو ځل بیا د دغې شومې پدیدې پر ضد د نړۍ د ټولوهېوادونو پر ګډه مبارزه ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، اشرف غني د فرانسې حکومت او د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

له بلې خوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ياده پېښه په سختو ټکو غندلې او د عامو خلکو، ښځو او ماشومانو وژل يې ښکاره ترهګري، له انسانيت څخه لرې او د بشري اصولو او موازينو خلاف عمل بللى دى.

ده ويلي: "موږ د افغانستان خلک له کلونو راهيسې له ترهګرۍ، وحشت او هوايي بمبارد څخه ځورېږو او قرباني يې يو او تر هر چا زيات د فرانسې د خلکو غم او درد احساسوو، له هغوى سره په غم کې ځانونه شريک بولو."

نوموړي ټپيانو ته د عاجلې شفا او د وژل شويو کسانو کورنيو ته د صبر غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version