ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې په دوو ترافيکي پېښو ګې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

16 Jul 2016 - 15:28
16 Jul 2016 - 15:28

ايبک(پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): په سمنګانو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د سمنګانو امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن منير رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې يو سراچه موتر د سمنګان- بلخ لويې لارې په اوږدو کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په يکه توت سيمه کې د چلوونکې د بې احتياطۍ له امله اوښتى دى.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې يو سړی وژل شوى او څلور نور چې مسافر وو، ټپیان شوي دي.

هغه وويل چې دغه پنځه کسان د تخار ولايت اوسېدونکي دي.

رحيمي همدارنګه زياته کړه چې پرون ماښام يو کرولا موټر د دغه ولايت د مرکز اړوند په رباتک غاښي کې  د چلوونکې د بې احتياطۍ له امله اوښتى دى.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې يو کس وژل شوى او يو بل ژوبل شوى دى.

د سمنګان ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې مشر ډاکټر سراج نيکزاد وويل چې د دواړو پېښو مړه شوي او ټپيان دې روغتون ته ور وړل شول، خو خپلوانو يې له روغتون بېرته يوړل.

هغه وويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ نه دى او د اړينې درملنې وروسته له روغتون رخصت شوي دي.

شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هم د ايبک په دلخکي غاښي د يوه بار وړونکي موټر د اوښتو له امله اووه کسان مړه او ١٧ نور ټپيان شوي وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version