ايبک(پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): په سمنګانو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د سمنګانو امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن منير رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې يو سراچه موتر د سمنګان- بلخ لويې لارې په اوږدو کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په يکه توت سيمه کې د چلوونکې د بې احتياطۍ له امله اوښتى دى.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې يو سړی وژل شوى او څلور نور چې مسافر وو، ټپیان شوي دي.
هغه وويل چې دغه پنځه کسان د تخار ولايت اوسېدونکي دي.
رحيمي همدارنګه زياته کړه چې پرون ماښام يو کرولا موټر د دغه ولايت د مرکز اړوند په رباتک غاښي کې د چلوونکې د بې احتياطۍ له امله اوښتى دى.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې يو کس وژل شوى او يو بل ژوبل شوى دى.
د سمنګان ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې مشر ډاکټر سراج نيکزاد وويل چې د دواړو پېښو مړه شوي او ټپيان دې روغتون ته ور وړل شول، خو خپلوانو يې له روغتون بېرته يوړل.
هغه وويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ نه دى او د اړينې درملنې وروسته له روغتون رخصت شوي دي.
شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هم د ايبک په دلخکي غاښي د يوه بار وړونکي موټر د اوښتو له امله اووه کسان مړه او ١٧ نور ټپيان شوي وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن