ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د نشه يانو شمېر له ١٠٠زره اوړي خو د درملنې امکانات يې په نشت حساب دي

17 Jul 2016 - 19:44
17 Jul 2016 - 19:44

کندهار (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي، په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له ١٠٠زرو تنو ته اوړي، خو د درملنې امکانات يې ډېر لږ دي او تېر کال يواځې د ١٤٩٠ تنو نشه يانو درملنه شوې ده.

دغه څرګندونې له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت، په هغې غونډه کې وشوې چې نن د کندهار د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولينو، ديني عالمانو، مخورو، مدني فعالانو او کروندګرو ګډون کړى وو.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له ١٠٠ زره څخه اوړي، خو د درملنې لپاره يې امکانات ډېر لږ دي.

هغه زياته کړه، دا مهال په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو وګړو د درملنې لپاره څلور مرکزونه شته چې يواځې يو يې پنځوس بستريز دى.

د ده په وينا، د تېر کال په اوږدو کې په دغو څلورو واړو مرکزونو کې د ١٤٩٠ تنو نشه يانو درملنه شوې ده.

دى وايي، که دواړې شمېرې سره پرتله شي، نو د نشه يانو د درملنې امکانات ډېر کم دي چې ډېرولو ته يې جدي اړتيا ده.

د ده په خبره، په وار وار يې د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه کړې چې دغلته د نشه يانو د درملنې امکانات ډېر کړي، خو هغوى له ژمنو سربېره په دې برخه کې څه نه دي کړي.

په همدې بنسټ، نوموړي ومنله چې د نشه يانو په درملنه کې پاتې راغلي دي.

خو ده خبر ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به په کندهار کې د نشه يانو د درملنې پنځوس سل بستريز مرکز جوړ شي، ولې دا بسنه نه کوي او بايد نور مرکزونه هم جوړ شي.

فيضي د نشه يانو د درملنې په برخه کې د يوې بلې ستونزې يادونه هم وکړه چې ډېرى نشه يان له درملنې وروسته بيا هم نشه يي توکو ته مخه کوي، چې لامل يې د کورنۍ او ټولنې له خوا له اعتياد څخه د خلاص شوي کس څارنه نه کول دي.

ده ټينګار وکړ چې يواځې روغتيايي مرکز د نشه يانو په درملنه کې څه نه شي کولاى، بلکې له درملنې وروسته يې تعقيب او څارنه د کورنيو او په ټوله کې د ټولنې دنده ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version