ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې خلکو ته د دولتي چارواکو د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه

24 Jul 2016 - 19:41
24 Jul 2016 - 19:41

مزارشريف (پژواک، ۳ زمری ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې خلکو ته د دولتي چارواکو د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه.

دغه لړۍ نن د يوې غونډې په ترسره کولو د زمري په ۳مه، په مزارشريف ښار کې د دولتي چارواکو، د ولايتي شورا، قومي مشرانو او د مدني ټولنو د فعالانو په ګډون پيل شوه.

د بلخ ولايت مقام د سکتوري او تخنيکي چارو رييس ذبيح الله اختري د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د روڼتيا او خلکو ته د حساب ورکولو د اصل په پام کې نيولو سره يې خلکو ته د دولتي چارواکو د حساب ورکولو لړۍ پيل کړه.

نوموړي زياته کړه، د هر کال په شپږو مياشتو کې د دغه ولايت د اته ګونو سکتوري رياستونو مسوولين بايد خلکو ته د خپلو کړنو په اړه  حساب ورکړي.

د هغه په وينا، نن به امنيتي، عامې روغتيا، د کرنې او مالدارۍ، مالي، ښاروالۍ، د پراختيا او بيارغونې په برخو کې عامو خلکو ته د دولتي چارواکو د کړنو په اړه حساب ورکول کېږي.

اختري وويل، دغو ټولو سکتورونو په تېرو شپږو مياشتو کې څومره بوديجه ترلاسه کړې، څومره چارې يې ترسره کړي، څومره په پلان او څومره بې پلانه وړاندې تللي او د خلکو ستونزو او غوښتونو ته يې څومره ځواب ويلی دی.

د کرنې سکتور په برخه کې د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس د خپلو شپږو مياشتنيو کړنو راپور وړاندې کړ.

نوموړي وويل، دوی له دولتي مستقيمې بوديجې څخه په تېرو شپږو مياشتو کې د ۲۵ميليونه افغانيو په لګښت ۱۰ پروژې لرلې، چې په دغو پروژو کې يې د شپږو چارې پيل شوي او پاتې څلور يې په تدارکاتي برخه کې دي.

شمس وويل، د دوی د چارو بله برخه د غير اختياري پروژو څارنه ده.

نوموړي زياته کړه، په تېرو شپږو مياشتو کې د بلخ د کرنيز سکتور په برخه کې د شپږو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت د يو شمېر موسسو له خوا پروژې پيل شوې دي.

د کرنې او مالدارۍ رييس وويل، د دوی د چارو يوه برخه هغه پروژې دي، چې په مرکز کې يې قرارداد کېږي او دوی يې دلته د پلي کېدو مسووليت لري.

نوموړي زياته کړه، په دغه برخه کې د حيواني او نباتي قرنتين کېدو ودانۍ ده، چې په حيرتان بندر کې يې د ۱۴ميليونه افغانيو په لګښت يې د جوړېدو چارې ۴۰سلنه پرمخ تللې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version