ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت په خوست کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي

10 Aug 2016 - 13:08
10 Aug 2016 - 13:08

خوست ښار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): په سوېل ختيځ کې د  ۲۰۳ تندرقول اردو چارواکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې لسګونه وسله وال طالبان وژلي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يادې قول اردو له مطبوعاتي دفتره د زمري په ٢٠مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د (خالد ۴) په نوم دغه پوځي عمليات وروسته له هغه پيل شوي چې په ياده ولسوالۍ کې د زرګونو طالب جنګياليو راپورونه ورکړل شول.

سرچينه وايي، په دغو عملياتو کې تر نن پورې ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي او همدارنګه د ډېری وژل شوو مړي په سيمه کې پاتې دي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

سرچينې زياته کړې: ((يو بي اېم يک، يو مېل هاوان، يو زيکويک او يوه دهشکه د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.))

د دې تر څنګ سرچينې ويلي چې د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د لواړې په سیمه کې يې د (فتح) په نوم عمليات کړي، ۷ وسله وال په کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې د تندر قول اردو د څلورمې پلې لوأ سرتېرو د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ پر لويه لاره له وسله والو مخالفينو سره نښته کړې ده.

د سرچينې په حواله په ياده نښته کې ۹ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

خو طالبانو د حکومت دا ادعا رد کړې ده

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version