کابل (پژوک، ۱۲ وږی ۹۵): د حبیب الله کلکاني او ملګرو جسدونه یې تېره شپه، د هغوی د خښولو پر سر له شخړې وروسته د شهرا ارا پر غونډۍ خاورو ته وسپارل شول.
د کلکاني او ۱۶ ملګرو هډوکي پرون په عیدګاه جومات کې دجنازې تر لمانځه وروسته، د کابل شهر ارا غونډۍ ته ولېږدول شول خو د ولسمشر د لومړي مرستیال اړوند امنیتي ځواکونه د هغوی مخه ونیوه چې د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې رامنځته کېدول لامل شوه.
د پژواک خبریال چې نن سهار یادې ساحې ورغلی دی، وايي چې د حبیب الله کلکاني او ملګرو جسدونه یې تېره شپه ۱۱ بجې خښ شوي خو اوس هم ځیني کسان په ساحه کې لیدل کېږي او ټاکل شوې د فاتحې اخیستو مراسم یې ترسره شي.
پرون له غمرمې وروسته د دې قضیې پر سر شخړه رامنځته شوه چې له امله یې یو امنیتي سرتېری ووژل شو او نږدې درې معترضان ټپیان شول خو د ځانګړو امنیتي ځواکونو د مداخلې په صورت کې حالت عادي شو او جسدونه ماښام مهال غونډۍ ته ولېږدول شول.
د جنرال دوستم په مشرۍ د افغانستان د اسلامي حنبش حزب ویاند بشیراحمد تینج ویلي وو چې دغه حزب د کلکاني او ملګرو خاورو ته د سپارلو مخالف نه دی خو د هغوی له خښولو سره د شهرا ارا پر غونډۍ چې یوه تاریخي غونډۍ مخالف دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن