غزني ښار (پژواک، ١٥ وږى ٩٥): له تېرې شپې راهيسې وسله والو طالبانو د غزني پر ګيرو ولسوالۍ ډله ييز بريد پيل کړى او تر اوسه جګړه روانه ده.
دغه راز طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د غزني والي عبدالکريم متين د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بېګاه شپه لس بجې وسله والو طالبانو پر ګيرو ولسوالۍ ډله ييز بريد پيل کړى او تر اوسه جګړه روانه ده.
هغه وايي چې د جګړې د مهارولو په موخه يې سيمې ته مرستندوی ځواکونه استولي دي.
والي وايي چې د جګړې له امله دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع پژواک ته وويل چې له څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ کلابنده کړې وه او تېره شپه يې پر دې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
هغه وايي چې اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده او طالبانو د امنيتي ځواکونو ډېری پوستې نيولې دي.
ده وويل چې ګيرو ته بايد مرستندوی ځواکونه واستول شي که نه دغه ولسوالي به هم د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
هغه وايي: ((ګيرو ولسوالۍ له ناوې سره او ناوه بيا له پاکستان سره نښتې ده که دغه ولسوالۍ سقوط وکړي د غزني ښار، اندړو ولسوالۍ او ځينې نورې سيمې به هم له جدي امنيتي ګواښ سره مخ شي.))
د ګیرو ولسوالۍ د مزار سیمې اوسېدونکي رحیم الله هم وايي چې په ولسوالۍ کې يې له تېرې شپې راهیسې سخته جګړه روانه ده.
هغه وايي: ((ډېر زيات طالبان راغلي دي او غواړي دغه ولسوالۍ ونيسي.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن