ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهين قول اردو ته څلور جنګي چورلکې ورکړل شوې

15 Sep 2016 - 14:14
15 Sep 2016 - 14:14

مزارشريف‌ (پژواک، ٢٥ وږى ٩٥): د افغانستان د هوايي ‌ځواک له خوا په شمال کې شاهين قول اردو ته څلور نوي جنګي چورلکې ورکړل شوې.

د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان عبدالوهاب وردګ د وږي په ٢٥مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يادې څلور MD-530 ډوله چورلکې د شاهين قول اردو مسوولينو ته وسپارلې.

هغه زياته کړه چې دا چورلکې امريکا افغانستان ته ورکړې چې درنې وسلې هم له ځان سره لېږدوي.

عبدالوهاب وردګ وويل چې دغه چورلکې به د هوايي بريدونو تر څنګ د عملياتو پر مهال له ځمکنيو ځواکونو سره د ترانسپورټ او جنګي حالاتو کې اړينې مرستې کوي.

د نوموړي په وينا، په ټول هېواد کې هوايي ځواک پياوړى شوی او د پخوا په څېر يې نيمګړتياوې کمې شوې دي.

په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان مومند کټوازي وويل چې د دې چورلکو په ترلاسه کولو سره به یې په شمال کې ځواکونه نور هم پياوړي شي.

خو هغه زياته کړه چې دوى نورو چورلکو، الوتکو او د ځمکني ځواک تجهيز ته اړتيا لري.

هغه ډاډ څرګند کړ چې اوس د پخوا په پرتله پياوړي شوي او په نوو چورلکو سره به وکولى شي د شمال په بېلابېلو سيمو کې دښمن وځپي.

د يادونې ده، امريکا په دې وروستيو کې افغانستان ته تر ٣٠ زياتې MD-530 ډوله  چورلکې ورکړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version