کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د حزب اسلامي او د افغانستان د دولت ترمنځ د سولې په ملاتړ پراخې غونډې وشوې.
د کندهار سلګونو اوسېدونکو د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو په ملاتړ غونډه وکړه او له دواړو لورو يې وغوښتل، چې د سولې هوکړه ليک ژر تر ژره لاسليک کړي.
دې غونډې ته د ولسمشر د سلاکار حاجي اسدالله سعيد په ګډون ګڼو مشرانو ويناوې وکړې.
حاجي سعيد وويل، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې له خبرو څخه له پراخ ملاتړ او هرکلي ښکاري، چې خلک تر هر څه مخکې سولې ته لېوال دي او له جګړو ستړي دي.
هغه زياته کړه، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ سوله به حکومت نور هم پياوړى کړى او له نورو ډلو سره د سولې ښه پيلامه به شي.
سعيد له وسله والو مخالفينو هم وغوښتل چې د حزب اسلامي په څېر سولې ته غاړه کښېږدي او د جګړې پر ځاى د هېواد د بيارغونې او د خلکو د سوکالۍ لپاره کار وکړي.
د غونډې نورو ويناوالو بيا پر دې هم ټينګار کاوه چې د سولې بهير د لا پياوړي کېدو په موخه دې د ملي وحدت حکومت مشرن له خپلمنځيو ستونزو او اختلافونو تېر شي.
هغوى هم د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ کاوه او له حکومت يې د تړون ليک د ژر لاسليکېدو غوښتنه کوله.
د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر شو چې په کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ شوى و او د حکومت او مخالفينو تر منځ پر بين الافغاني تفاهم ټينګار شوى و.
دغه راز په بلخ ولايت کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د روانو خبرو اترو په ملاتړ غونډه وشوه.
ياده غونډه چې په مزارشريف ښار کې تر سره شوه، د دغه ولايت د بېلا بېلو قومونو د مشرانو، د سياسي ګوندونو د استازو، مدني فعالانو تر څنګ په کې د حزب اسلامي غړو هم برخه اخيستې وه.
د غونډې ويناوالو د حزب اسلامي ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار بانفوذه جهادي رهبر وباله او له دولت سره يې د دغه ګوند د سولې د روانو خبرو اترو ټينګ ملاتړ وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن