ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان، هند او امريکا درې اړخيزه غونډه جوړه شوه

22 Sep 2016 - 11:01
22 Sep 2016 - 11:01

نيويارک (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٥): د ملګرو ملتونو د ٧١ مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د افغانستان، امريکا او هندوستان درې اړخيزه غونډه جوړه شوه.

تېره مياشت هندوستان ته د سفر پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونـډې په څنډه کې د دغې درې اړخيزې غونډې د جوړېدو اعلان کړى و.

د  امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا د تلې په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې په دې غونډه کې درې واړو هېوادونو د افغانستان او سيمې د سولې ، ثبات او د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې ټولو خواوو د افغانستان پر سياسي او اقتصادي اړخونو بحث وکړ او د پرمختګونو ستاينه يې وکړه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي، په کابل کې د هند سفير منپريت وهرا ، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ‌ځانګړي استازي ريچارډ اولسون ګډون کړى وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې درې اړخيزه غونډه کې داسې يو چوکاټ رامنځته شو چې څه ډول امريکا او هندوستان د افغانستان  حکومت سره خپلې مرستې همغږې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د ګډو موخو لپاره به دا ډول غونډو ته ادامه ورکوي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version