ښرنه (پژواک، ٥ تله ٩٥): روغتيايي چارواکي وايي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ د ګوزڼ ناروغۍ نوې پېښه ثبت شوې ده.
په پکتيکا ولايت کې د ګوزڼ (پوليو) واکسين ځانګړی کمپاين نن د تلې په پنځمه پيل شو.
د همدغه کمپاين د پيل په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د اړیکو مسوول ډاکټر ګلاخان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې ده.
هغه وويل چې دغه ناروغ انور نومېږي او ١٨ مياشتې عمر لري.
د ګلاخان په وينا، دغه ناروغ ته په تېرو اتلسو مياشتو کې هېڅ واکسين نه دى شوى چې له امله يې د ګوزڼ له ناروغۍ سره مخ شوې ده.
د پکتیکا د عامې روغتيا رياست د ګوزڼ ناروغانو مسوول ډاکتر محمدعظيم هم ياده پېښه تاييد کړه او ويي ويل چې دغه ماشوم څه موده وړاندې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه را ستون شوى دى.
ده وويل: ((له پولي ها خوا د واکسين کمپاين نشته نو ځکه ډېری ماشومان په ورته ناروغيو اخته کېږي.))
د برمل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سيد نور پژواک ته وويل: ((اوس دوه مياشتي کېږي چې په ټوله ولسوالۍ کې د هر ډول واکسين کمپاين پيل شوى تر وړاندې به يواځې درې ورځې واکسين و او هغه هم د ولسوالۍ په مرکز کې چې ډېری خلک به ترې محروم وو.))
دغه راز د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ټول اوسېدونکي بايد په روان کمپاين کې خپل ماشومان واکسين کړي تر څو په راتلونکې کې ورته پېښې ثبت نه شي.
هغه زياته کړه: ((دوه مياشتې کېږي چې موږ په ټول ولايت کې د واکسين کمپاين پيل کړى او موخه مو ټولنې ته د سالمو کسانو وړاندې کول دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دوه مياشتې وړاندې هم په برمل ولسوالۍ کې د پوليو يوه بله پېښه هم ثبت شوې وه.
برمل د پکتيکا له سرحدي ولسواليو شمېرل کېږي چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري، خو اوسېدونکي يې د ژوند له ډېرو لومړنيو اسانتياوو څخه هم برخمن نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن