چاريکار (پژواک، ١٠ تله ٩٥): سږ کال د پروان بڼوال د خپلو باغونو له حاصلاتو خوښ دي؛ ځکه له يو لوري يې حاصلات زيات شوي او له بل پلوه یې د بازار د ښه والي له امله پر لوړه بیه پلوري.
د پروان مرکز د ده ملا يوسف کلي اوسېدونکى حاجي عبدالمنير وايي چې له زرو تاکونو څخه يې ٢٥٠٠ منه انګور حاصل ترلاسه کړى دى.
نوموړى د خپل باغ له حاصلاتو څخه خوښ دى او وايي چې د بڼ حاصلات يې د تېر کال په نسبت دو برابره شوي دي.
هغه وويل چې تېر کال يې د انګور حاصلاتو له پلور څخه ٤٠ زره افغانۍ خو سږ کال يې ٢٢٠ زره افغانۍ ګټه ترلاسه کړې ده.
نوموړي وويل، سږ کال د انګورو حاصلات له زراعتي افت خوندي پاتې دي چې په دغه کار سره حاصلات زيات شوي دي.
هغه وايي چې مناسبه هوا او پر خپل وخت د باران ورېدل د دې لامل شوى څو د انګورو تاکونه له زراعتي افت څخه خوندي شي.
همداراز د پروان ولايت مرکز د راهش سيمې بڼوال بازمحمد چې له خپلو دوو زامنو سره د پروان– کابل عمومي لارې په اوږدو کې د سړک پر غاړه پلاستيکي کڅوړو کې انګور خرڅوي، وويل چې تېر کال يې له ٨٠٠ تاکونو څخه ٥٠٠ منه انګور او سږ يې ١٥٠٠ منه انګور حاصل تر لاسه کړى دى.
نوموړي وويل چې سږ کال کې يې يو من انګور له ١٠٠ تر ١٤٠ افغانيو پلورلي دي او شاوخوا ١٥٠ زره افغانۍ عايد يې ترلاسه کړی دی، په داسې حال کې چې تېر کال يې له دې مدرکه ٤٠ افغانۍ ترلاسه کړې وې.
د انګورو يو سيمه ييز سوداګر محمد پيمان چې د کابل قره باغ سيمې اوسېدونکى دى وايي چې سږ کال د انګورو بازار کرن دى؛ ځکه د افغانستان ډېرى انګور هندوستان ته صادرېږي.
هغه وايي چې روان کال يې د انګورو پېر او پلور او قره باغ کې د ٨٠٠ تاکنو څخه دانګورو پلور ترڅنګ ، څلور زره منه انګور کابل، کندوز، بلخ، جلال اباد، خوست او د کابل له لارې هندوستان ته صادرکړي دي.
په ورته وخت کې د پروان ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالکريم فرزام وايي چې د تېر کال په پرتله، سږ کال پروان کې د انګورو حاصلات زيات شوي دي.
نوموړي د انګورو حاصلاتو زياتېدو لاملونو په تړاو وويل: "تېرو درېيو کلنو کې پروان کې سلګونو بڼوالو ته له افتونو او مرضونو څخه د مخنيوي، ښاخ پرېکولو، په ټاکلي وخت خړوبول او دوا پاشل، چيله جوړول او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوي ده چې د انګورو حاصلاتو پر زياتوالي يې ځانګړى اغېز کړى دى."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن