غزني ښار(پژواک، ۲۴ تله ۹۵): د غزني چارواکي ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو له يو پټ زندانه یې ٤٥ بنديان خوشي کړي دي.
د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه زندان د دغه ولايت په ګيرو ولسوالۍ او د پکتيکا ولايت تر منځ د ناني غونډ په سيمه کې جوړ و.
هغه زياته کړه چې تېره ورځ پوليسو د وسله والو طالبانو په منځ کې د خپلو کسانو او خلکو په مرسته ياد زندان مات کړ.
د امرخېل په وينا، وسله والو طالبانو په دغه زندان کې ۴۵ هغه کسان ساتلي وو چې له دولت سره يې د همکارۍ او په نورو جرمونو نيولي وو.
د قوماندان په وينا، خوشي شوي کسان چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په دغه زندان کې بنديان وو، د غزني، پکتيکا او لوګر ولايتونو اوسېدونکي دي.
دى وايي چې اوس هم په ګيرو ولسوالۍ کې د دوى له لوري عمليات روان دي او يو شمېر سيمې يې هم له وسله والو طالبانو نيولې دي.
د يو بل خبر له مخې، نن د غزني په دهيک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر څو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
د دهيک ولسوال محمد هارون باور پژواک ته وويل چې په دغو بريدونو کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د وسله والو طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي او ورته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن