کندهار (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): د کندهار د عامې روغتيا چارواکي وايي، له هغه وروسته چې له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې، ورسره جوخت د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د لېږد د مخنيوي په موخه ګامونه اخيستل شوي دي.
څه موده وړاندې د عامې روغتيا رياست چارواکو ويلي وو، چې په سوېلي زون کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو د ډېرېدو ٨٠ سلنه لامل له پاکستان سره پرانيستې پوله او د خلکو تګ راتګ ګڼلى و.
تېر کال په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ تر ٢٠٠ زياتې پېښې ثبت شوې وې، چې دا د افغانستان د ماشومانو د روغتيا لپاره هم لوى ګواښ بلل شوى و.
خو د کندهار د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر عبدالرشيد الکوزى وايي، هېواد ته د کډوالو د راستنېدو د بهير له چټکتيا سره يې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پوليو د واکسين ټيمونه ډېر کړي دي.
هغه زياته کړه، په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پوليو د واکسين ورکولو څو ټيمونه فعال شوي، چې ٤٤ تنه غړي لري او دغه راز يو روغتيايي مرکز هم فعال شوى چې هېواد ته د پوليو او نورو ناروغيو د لېږد مخنيوى وشي.
د ده په خبره، د هغوى دغو هڅو ښه پايله لرلې ده او په تېرو شپږو مياشتو کې د هېواد په کچه د پوليو هيڅ پېښه نه ده ليدل شوې.
خو دى وايي، تر دې وړاندې د هېواد په کچه د پوليو ٨ پېښې ثبت شوې، چې يوه يې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ، يوه د هلمند په نوزاد ولسوالۍ، ٤ په کونړ او ٢ په پکتيکا ولايتونو کې دي.
د ده په وينا، همدا نن هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په کندهار کې هم د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې د واکسيناسين درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې تر ٥٠٠ زره زيات د پنځو کلونو د کم عمر ماشومان به واکسين کړاى شي.
نوموړي د واکسيناسيون د ښه پلي کېدو په برخه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د پوليو واکسين د کندهار په ټولو نږدې او ليرې پرتو ولسواليو کې پلى کېږي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه ليدل کېږي.
دى وايي، د واکسيناسيون د کمپاين لپاره يې د هماغې سيمې اوسېدونکي په دندو ګومارلي او کولاى شي ټولې سيمې تر پوښښ لاندې راولي.
نوموړي له خلکو، ديني عالمانو، مخورو او ولسوالانو وغوښتل چې د واکسين په کمپاين کې ورسره همکاري وکړي او خپل ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغوري.
د يادونې ده چې څه موده وړاندې د کندهار د ولايتي ادارې مسوولينو نيوکه کړې وه، چې د يو شمېر ولسواليو ولسوالان او قومي مشران د دې پر ځاى چې د واکسيناسيون په کمپاين کې مرسته وکړي، په دې پروسه کې ستونزې جوړوي او غوښتنه کوي چې د دوى کسان دې په دندو وګومارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن